د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن او ټرمپ د نیویارک ایالت مقدماتي انتخابات وګټل


لکه څنګه چې اټکل یې کیده د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لړ کې د نیویارک په ایالت کې مقدماتي انتخابات هماغو کاندیدانو وګټل چې د دغه ایالت اوسیدونکي یې ښه پیژني. د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید ډانلډ ټرمپ په همدې ایالت کې زیږیدلی او د میلیاردو ډالرو په ارزښت د جایدادونو د کاروبار مرکز یې هم په همدې ښار کې دی.

ډانلډ ټرمپ د شمارل شویو رایو اته شپیته په سلو کې وګټلې او پدې سره یې د خپلو استازو شمیر نور هم زیات کړ. هغه د نیویارک د ایالت د مقدماتي انتخاباتو نه وړاندې ۷۴۴ استازي درلودل. ډیر احتمال شته چې ټرمپ به د نیویارک ایالت ټول ۹۵ استازي وګټي او پدې سره به د خپلو سیالانو نه دومره مخکې شي چې ښایي د جولای په میاشت کې کله چې د ګوند په عمومي غونډه کې وروستی کاندید ټاکل کیږي، ټرمپ به د ګوند مخکښ کاندید وي.

خو د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید باید چې لږ تر لږه 1237 استازي وګټي چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي او که داسې ونشي د ګوند په عمومي غونډه کې استازي کولی شي چې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي چې د ډانلډ ټرمپ چانس ډیر لږ دی چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي. هغه د خپل ګوند د غړیو تر منځ ښه محبوبیت نلري.

ډانلډ ټرمپ د نیویارک په ایالت کې د مقدماتي انتخاباتو تر ګټلو وروسته خپلو پلویانو ته وویل " د ګوند په عمومي غونډه کې هغه کاندید باید وګټل شي چې د خلکو لخوا ورته زیاتې رایې ورکول شوې وي. "

د دیموکرات ګوند

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د خپل ګوند مخکښه کاندیده هیلري کلنټن هم د نیویارک خلکو ته ناآشنا څیره نده. هغې دوه ځلې د مشرانو په جرګې کې د نیویارک د خلکو استازیتوب کړی او د ایالت په ستونزو او د خلکو په غوښتنو ښه خبره ده. همدا وجه وه چې هغې وکړای شو خپل سیال سناتور برني سنډرس ته سربیره پر دې چې هغه د نیویارک په ایالت کې زیږدلی، ماتې ورکړي. په شمارل شویو رایو کې هیلري کلنټن ۵۷ او برني سنډرس ۴۲ په سلو کې رایې وګټلې.

د نیویارک د ایالت د مقدماتي انتخاباتو نه وړاندې هیلري کلنټن ۱۷۵۸ او برني سڼدرس ۱۰۷۶ استازي درلودل. د دیموکرات ګوند کاندید باید لږ تر لږه 2383 استازي وګټي چې د ګوند وروستی کاندید وټاکل شي.

راتلونکي انتخابات:

د همدې میاشتې په شپږویشتمه د کنیټیکټ،ډیلیور،میریلینډ،روډ ایلنیډ او دپنسلوانیا په ایالتونو کی مقدماتي انتخابات کیږي.

د ډیموکراټانو ملي کانوانیسیون د جولای له ٢٥ نیټې نه تر ٢٨ پورې دوام کوي چی د فلاډیلفیا ایالت د Wells Fargo په تالار کې کیږي او د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانیسون د جولای له ١٦ نه تر٢١ پورې د اوهایو ایالت په مرکز کلیولینډ کی کیږي . د جمهوري ریاست عمومي انتخابات په ټوله امریکا کې د نومبر د میاشتې په اتمه نیټه کیږي.

XS
SM
MD
LG