د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۱۱ کسه ټپیان دي


 (AP Photo/mr_mookie via Instagram)
(AP Photo/mr_mookie via Instagram)
د نیویارک د ایمپایر سټیډ د ودانۍ سره نږدې په ډزو کې یو کس وژل شوی او لس کسه نور ټپيان شوي دي. برید کونکی د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.


د اسوشیټید پریس خبري آژانس د اور وژنې د څانګې د ویاند څخه نقل قول کړی چې وايي طبي کارکونکو د پېښې د سیمې څخه اته کسه انتقال کړي دي او دا چي په دې خلګو کې ښايي داسي کسان هم وي چې هیڅ ژوبل شوي نه وي.

یوې عیني شاهدې د فاکس تلویزوني چینل ته په مرکه کې ویلي چې یوه ښځې یې څنګ ته وه چې په پښتۍ کې په مرمۍ ولګېده او برید کونکي پرته له کومه هدف پر خلګو بریدونه کول.


د سي ان ان تلویزوني چینل پروډیسور د پېښې په سیمه کې د عیني شاهدانو څخه نقل قول کړی دی چې وايي یوه کس خپل ټوپک راواخیستی او بل کس یې په سر کې په مرمۍ وویشتی.



سي ان ان ریپوټ ورکړی دی چې د ایمپایر سټیډ ودانۍ ساتونکو او پولیسو برید کونکی تعقیب کړ او په ډزو کې یې ووژی. سي ان ان او رویټرس د امنیتي مامورینو څخه نقل قول کړی دی چې وايي پېښې د ترهګرۍ سره هیڅ تړاو نه درلودی.
XS
SM
MD
LG