د لاس رسي وړ اتصالات

په نیوزلنډ کې قوي زلزله شوې ده


تراوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی راغلی
تراوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی راغلی

راپورونه وايی چې په نیوزلنډ کې یوه قوي زلزله شوې ده چې د ری اکتر په کچه یې د قوت اندازه ۷.۴ وه. زلزله د نیوزلنډ د لوی ښار کرسچرچ په ۹۰ کیلیو مېترۍ کې شوې ده.

ټکانونه یې دومره زورورو وو چې ان ۲۰۰ کیلیو مېتره لېرې په پلازمینه ویلنګټن کې هم احساس شول. د متحدو ایالتونو د جیولوژۍ څانګه وايي چې دغه زلزله ۱۰ کیلیو مېتره لاندې د ځمکې تل هم خوځولی دی.

کله چې زلزله د ځمکې تل وخوځوي، بیا خطرناکه بلل کیږي. له دغې زلزلې څخه د کومې سونامې د پيدا کېدو خطر نه دی لیدل شوی او تراوسه د کومې مرګ ژوبلې راپور هم ورکړل شوی نه دی.

په ۲۰۱۱ کال د کرسچرچ په ښار کې د ری اکتر په کچه د ۶.۳ درجې په اندازه کې یوې زلزلې ۱۸۵ تنه مړه کړل او ډېر کورونه یې هم وران کړل.

XS
SM
MD
LG