د لاس رسي وړ اتصالات

د واشنګټن په نیوزیم کې د افغانستان وژل شوي خبریالان


د واشنګټن د نیوزیم د یاد په څلي کې د شاوخو لس افغان خبریالانو نومونه لیکل شوي دي
د واشنګټن د نیوزیم د یاد په څلي کې د شاوخو لس افغان خبریالانو نومونه لیکل شوي دي

د امریکا د واشنګټن ډي سي ښار، نیوزیم، د پولتزر جایزې ګټونکو عکاسانو د برخې معلومات نوې او تازه کړي دي. په دغې برخې کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د هغو عکاسانو تصویرونه نندارې ته اېښودل شوي چې د پولتزر نړیواله جایزه یې ګټلې ده.

د واشنګټن ډي سي نیوزیم په ۲۰۰۸ کال کې پرانیستل شو. دا نیوزیم اووه پوړه لري او شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.

په دغه میوزیم کې د مطبوعاتو ځیني تاریخي وسایل، په نړۍ کې د شاوخوا ۲۲۰۰ وژل شویو خبریالانو یادښتونه، تصویرونه، د کار غوره بېلګې، کیمرې او دا ډول نور ډېر توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د وژل شویو افغان خبریالانو یاد

د نیوزیم په درېیم پوړ کې د وژل شویو خبریالانو د یاد څلی جوړ دی. په دغه څلي کې د ۱۸۳۷ میلادي کال راپدیخوا د ۲۲۰۰ هغو خبریالانو، نومونه او لنډ ژوند لیکونه لیکل شوي او تصویرنه یې ځړول شوي، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خبریالۍ پر مهال وژل شوي او ترور شوي دي.

نیوزیم یوازې د هغو خبریالانو نومونه ثبت کړي، چې دوی ته یې معلومات رسېدلي
نیوزیم یوازې د هغو خبریالانو نومونه ثبت کړي، چې دوی ته یې معلومات رسېدلي

نیوزیم د هغو خبریالانو نومونه ثبت کړي چې په اړه یې معلومات ورسېدلي دي.

په لست کې د افغان وژل شویو خبریالانو تصویرونه او نومونه له ورایه ښکاري. په دغه څلي کې د افغانستان د شاوخوا لسو خبریالانو نومونه لیدل کیږي، چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې په افغانستان کې وژل شوي او ترور شوي دي.

ما په لست کې د عبدالصمد روحاني، احمد امید خپلواک، اجمل منادي، اجمل نقشبندي، احمد جاوید او میرویس جلیل نومونه ولیدل، خو ما په دغه څلي کې د یو بل افغان خبریال، سردار احمد، چې په ۲۰۱۴ کال د کابل په سرینا هوټل کې د طالبانو په برید کې له خپلې نژدې ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو، کوم تصویر ونه لیده.

د نیوزیم چارواکو ژمنه وکړه، چې دا مسئله به څېړي او د ښاغلي سردار تصویر او ژوند لیک به هم په دغه څلي کې ځایوي.

زما او د روحاني ورستي ملاقات

په ۲۰۰۸ کال کې مې عبدالصمد روحاني په کابل په دفتر کې ولیده، زه او هغه همکاران وو. هغه ټېنګار کاوه، چې د هلمند سیند مشاعرې ته ورشم، خو نه پوهیږم چې ما ولې هلمند ته له ورتګ نه انکار وکړ.

یو سهار ورته دوه درې وارې له کور نه زنګونه راغلل، ما ورپورې ټوکې وکړې" وهلکه، لکه چې له کور نه تښتېدلی یې چې دومره ډېر زنګونه درپسې وهي" خو هغه په خندا شو او راته یې وویل "په ما پسې خپه شوې ده، وايي چې بېرته ژر ورشم."

هو، روحاني بېرته هلمند ته ولاړ او بیا هېڅکله هم کابل ته رانغی. ما چې دلته په نیوزیم کې د وژل شویو خبریالانو په څلي کې د هغه نوم ولید، هغو ترخو شېبو ته وروګرځېدم، چې د کابل دفتر ته د روحاني د مرګ خبر راغی او موږ ټولو همکارانو ژړل او هېڅ نه پوهېدو چې څه وکړو. نامعلومه وسله والو عبدالصمد روحاني وواژه.

د پولتزر د جایزې ګټونکی افغان عکاس

په نیوزیم کې لسګونه هغه تصویرونه هم نندارې ته اېښودل شوي چې د پولتزر نړیوالې جایزې یې ګټلې دي. جوزیف پولتزر یو امریکايي خبریال و، چې اوس یې په نوم له ۱۹۴۵ کال راپدېخوا همدا جایزه ورکول کیږي.

جایزه په دوو برخو کې ورکول کیږي، چې یوه یې د "عاجل خبر" او بله یې د " ورځني او عادي ژوند" د غوره تصویر برخه ده. د عاجل خبر د تصویر په برخه کې د افغان عکاس، مسعود حسیني، عکس هم نندارې ته اېښودل شوی دی.

مسعود حسیني یوازینی افغان خبریال دی چې د پولتزر جایزه یې ګټلې ده
مسعود حسیني یوازینی افغان خبریال دی چې د پولتزر جایزه یې ګټلې ده

ښاغلي حسینی دغه تصویر د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د کابل په ښار کې د عاشورا د مراسمو پر مهال د ابوالفضل په زیارت کې له شوي ځانمرګي برید سملاسې وروسته اخیستی دی.

په تصویر کې د ترانه اکبري په نامه یوه ۱۲ کلنه نجلۍ، چې شنې جامې او شین پوړنی يې په سر دی، د وژل شویو ښځو، ماشومانو او سړیو په منځ کې، چې ځینې یې پر یو بل پراته دي، ولاړه ده، چیغې وهي او ژاړي.

دا تصویر په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د روانې غمیزې په یو سمبول بدل شوی و. په دغه برید کې د ترانې د کور اووه غړي هم ووژل شول.

د مسعود حسیني دغه تصویر د ۲۰۱۲ کال د پولتزر جایزه وګټله؛ مسعود لومړنی افغان خبریال دی چې دا جایزه ګټي. هغه د فرانسې خبري اژانس ته کار کوي.

د نیوزیم سیلانیان

دغه نیوزیم د امریکا د کانګرس او ملي ارشیف ته نژدې جوړ شوی دی چې هره ورځ ورته د امریکا او نورو هېوادونو سلګونه سیلانیان ور روان دي او د ټکټ بیه یې هم شاوخوا ۲۲ ډالره ده، چې څه باندې ۱۰۰۰ افغانۍ کیږي.

نیوزیم ته د نړۍ یو شمېر مشهورې څېرې هم ورغلي دي.

چارواکي وايي د ورځې سلګونه کسان د نیوزیم لیدو ته ورځي
چارواکي وايي د ورځې سلګونه کسان د نیوزیم لیدو ته ورځي

چارواکي وايي دا نیوزیم یې ځکه جوړ کړی دی، چې د ډیموکراسۍ او بیان د ازادۍ لپاره د مطبوعاتو د قربانۍ درناوی وشي او خلکو ته وښودل شي چې د مطبوعاتو کار څومره لویه قرباني غواړي.

د خبریالانو د یاد په څلي کې د یو هسپانوي خبریال دا مشهوره خبره لیکل شوې ده "دلته د هغو خبریالانو یاد کیږي، چې په سختو حالاتو کې یې کار کړی، داسې حالاتو کې چې نور تښتېدلي خو خبریال په خپل ځای ټېنګ درېدلی دی، داسې حالاتو کې چې ټول غلي شوي دي خو خبریال خپل غږ اوچت کړی دی. "

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG