د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک د چاودنې مشکوک بریدګر ونیول شو


ځیني امریکايي رسنۍ وايي چې دغه مشکوک کس د افغانستان دی

ځیني امریکايي رسنۍ وايي چې دغه مشکوک کس د افغانستان دی

امریکايي رسنۍ وايي د نیویارک پولیسو د دغه ښار د شنبې د ورځې د چاودنې مشکوک بریدګر نیولی او توقیف کړی دی.

راپورونه وايي چې احمد خان رحمي( رحیمي) د نیوجرسي د لیندن په ښار کې له پولیسو سره د ډزو له تبادلې وروسته نیول شوی دی.

ولسمشر اوباما د شنبې د ورځې چاودنه وغندله او ویې ویل چې خوشحاله دی په دغې چاودنې کې څوک وژل شوي نه دي. چاودنې ۲۹ کسان ژوبل کړل، خو اوس ټول له روغتون نه رخصت شوي دي.

پولیسو د نیول شوي کس په اړه ډېر معلومات ورکړي نه دي.

مخکنی راپور

نیویارک ښار پولیسو د هغه سړي تصویر خپور کړی، چې شک کیږي د نیویارک په ښار کې د شنبې د ورځې په چاودنې کې به لاس ولري. په دغې چاودنې کې ۲۹ تنه ژوبل شول.

دغه ۲۸ کلن ځوان نوم احمد خان رحمي نومیږي او اوس یې پولیس لټون کوي. د امریکا د فدرال پولیس وايي دغه مشکوک کس د افغانستان دی.

پولیس چارواکو ټولو امریکایانو ته ویلي که هر چا دغه کس ولیده او یا یې د ځای ځایګي په اړه معلومات پېدا کړل، سم له واره دې پولیس پرې خبر کړي.

د نیویارک ښاروال ،بیل ډي بلاسیو، سي ان ان، ته وویل چارواکي ډاډه دي چې دا سړی به پیدا کیږي او پولیس به ترې تحقیقات کوي. د فدرال پولیسو هم ویلي چې په دغه مشکوک کس پسې یې لټون پیل کړی دی.

چارواکي وايي پولیسو د نیویارک ښار د بروکلاین په لویې لارې کې یو ګاډی هم درولی او له پنځو کسانو نه یې تحقیقات کړي دي، خو تراوسه رسمآ په دغې چاودنې کې په لاس لرلو څوک تورن شوي نه دي.

د شنبې د ورځې د چاودنې ټول زخمیان له روغتون نه رخصت کړل شوي دي او یو یې هم د مرګ له خطر سره مخامخ نه دي.

د نیویارک ښار د منهاټن د چاودنې سیمې ته نژدې پولیسو په چاودېدونکو توکو ډک یو بل دیګ بخار هم پېدا کړ، چې یو تیلیفون ورسره نښلول شوی او چاودنې ته اېښودل شوی و، خو پولیسو شنډ کړ.

اوس د فدرال پولیس د دغو چاودېدونکو توکو معاینه کوي، چې څنګه او چېرته جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG