د لاس رسي وړ اتصالات

نایجریا د بوکو حرام نه د خوشې شوې میرمنې خوښي لمانځي


د نایجریا جمهور رئیس محمد بوهاري د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د امینه علي سره وکتل.
د نایجریا جمهور رئیس محمد بوهاري د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د امینه علي سره وکتل.

په نایجریا کې خلک د هغې میرمنې پیدا کیدل لمانځي چې د بوکو حرام وسله والې ډلې دوه کاله وړاندې د یوه ښوونځي د دوه سوه نورو نجونو سره یو ځای تښتولې وه. ځیني خلک بیا دغه نجلۍ ته د خلکو د زیاتې توجه په هکله اندښنه لري.

د بوکو حرام د وسله والې ډلې نه خوشې شوې میرمن امینه علي نومیږي. هغه د خوشې کیدو نه دوه ورځې وروسته د نایجریا د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د خپل نوي پیدا شوي زوی سره یو ځای نړۍ ته وښودل شوه او د خبریالانو سره یې خبرې وکړلې.

د نایجریا جمهور رئیس محمد بوهاري هم ورسره ناست و. ښاغلي بوهاري د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزو کې د خلکو سره ژمنه کړې وه چې د بوکو حرام وسله والې ډلې ته به ماتې ورکوي.

میرمن عائشیه یوسف چې " زمونږ نجونې بیرته راولئ" تر نامه لاندې په غورځنګ کې جګپوړې ستراییژي جوړونکې ده، وایي چې خوشې شوې میرمن امینه علي دومره ژر د مطبوعاتو سره مخامخ کول د هغوي د غورځنګ لپاره د اندیښنې وړ مسله ده. هغې پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل:

" مطبوعاتو ډیر بد حال جوړ کړی و، دومره ډیرو مطبوعاتو ته باید چې هغه نه وه ښودل شوې. هغې باید چې یوازې د جمهور رئیس سره کتلې وی او بس. هر څه ډیر بې خونده و. "

د جمهور رئیس یوه ویاند پدې هکله تبصره ونکړه.

د بوکو حرام وسله والې ډلې شاوخوا دوه سوه جینکۍ په یو ځای د چیبوک د سیمې د یوه ښوونځي نه وتښتولې. ځینو یې وکړی شو د هغوي نه ځان خلاص کړي او بیرته د خپلو کورنیو سره یو ځای شي خو ډیرې یې اوس هم د هغوي سره بندیانې دي.

خو دا یوازې د ښوونځۍ همدغه دوه سوه نجونې ندي چې د بوکو حرام وسله والې ډلې تښتولي دي، د نایجریا پوځ د هیواد په شمال ختیځ کې د دې ډلې نه زرګونه کسان چې زیاتره یې میرمنې او ماشومان دي، ژغورلي دي.

یو شمیر کسان چې د بوکو حرام د وسله والې ډلې نه ژغورل شویدي، وایي چې خلک په هغوي داسې ګمان کوي چې دوي د بوکو حرام سره لاس لري. خو میرمن یوسف وایي چې د امینه علي قضیه ښایي دغه ستونزه حل کړي.

" تر دې وروسته ښایي په ټولنه کې د خلکو سره دا فکر پیدا شي چې دغه کسان ارزښت لري. کله چې هغوي خوشې کیږي، او بیرته د ټولنې سره یو ځای کیږي، ښه درناوی یې کیږي او ښه راغلاست ورته ویل کیږي. "

د امینه علي د ژغورل کیدو نه وروسته د نایجریا پوځ اعلان وکړ چې یوه بله نجلۍ یې هم د بوکو حرام د وسله والې ډلې نه خوشې کړیدي خو دا د چیبوک د ښوونځي نه د تښتول شویو نجونو د ډلې نه نده. حکومت ویلي دي چې د خوشې شویو نجونو درملنه به کوي او روحاني کار به ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG