د لاس رسي وړ اتصالات

په نایجریا کې پر کلیسا ځانمرګه برید ۱۵ کسه وژل ۴۲ ټپیان دي


په نایجریا کې چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ یوه ځانمرګه برید کونکي د چاودیدونکو موادو ډک موټر په یوې کلیسا ورننیستی او د چاودنې په لړ کې یې لږ تر لږه ۱۵ کسه ووژل. دا په سیمه کې د عیسویانو پرضد د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

د بیړنیو چارو کارکونکي وايي چې په دې چاودنه کې ۴۲ کسه ټاپیان شوي هم دي. چاودنه د بوچي ایالت په مرکز کې نن د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې عبادت کونکي د سهار د عبادت نه وروسته د دباندي راوتلوو په حالت کې وو.

عیني شاهدان وايي چې د چاودنې له کبله کلیسا وړنګه شوه او عبادت کونکي تر دیوالونو لاندي شول. په پېښه کې ملکیان او امنيتي کسان وژل شوي دي او ګڼ شمیر سخت ټپیان شوي دي.

تراوسه پوري د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې خو د دېنه مخکي د باکو حرام اسلامي ډلې د نایجریا پر کلیسا ګانو باندي بریدونه کړي دي.

د باکو حرام پر ډلې د سلګونو وژنو پړه وراچول شوې ده چې په کښي د مسیحي اختر د کلیساګانو بریدونه هم شامل دي چې په کښي د ۳۰ نه زیات کسان ووژل شول.

دغه ډله غواړی چې د نایجریا په شمال کې یو اسلامي هیواد تاسیس کړي او وايي چې اوسنی حکومت او اساسي قانون نه مني.

نایجریا چې ۱۵۰ میلیونه نفوس لري د مسلمانانو چې ددغه هیواد په شمال کې ژوند کوي او عیسویانو ترمنځ چې د دغه هیواد په جنوب کې ژوند کوي وېشل شوې ده.

XS
SM
MD
LG