د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجریا د آزادۍ په ورځ ۷ کسه ووژل شول


د نایجریا د آزادۍ په ورځ ۷ کسه ووژل شول

د نایجریا د آزادۍ په ورځ ۷ کسه ووژل شول

دناېجرېا پولس واېې چه ددغه هېواد دازادئ دورځې دمراسمو دلمانځلو په وخت نن تقرېبا اوه کسان په چاودنو کی وژل شوی دي.

دناېجرېا په پاېتخت اوجه کې ژورنالستانو ووېل چه نن په دغه ښار کې دڅو دقېقو په دوران کې د ېوې فدرالي محکمې د ودانئ سره نژدې دوه چاودنې وشوې. پولېسو ووېل چې د ېوه افسر په شمول په کې ۷ کسان ووژل شول.

دا چاودنې تقرېبا ېو ساعت وروسته دهغې وشوې چه ېوې تندروې ډلې گواښ کړی ؤ چې څو بمونه ېې داېگل سکېور په نوم په ېوه څلور لارې کی ښخ کړی دي.

په همدغه ځای کې دناېجرېا دازادئ د جشن پنځوسمه کلیزه لمانځل کېږي.

دناجېر د دلتا د دخلکو د بېدارئ غورځنگ د ایمېل په وسېله خلکو ته خبردارئ ورکړی ؤ چه دجشن په مراسمو کې دې گډون نه کوي.

د جشن دلمانځلو په وخت عسکري رسم گذشت اجرا شو او ددغې پېښی نه علاوه بی له دې چه کومه گډوډی رامنځ ته شي، جمهور رېس جانتن گوډ لک خلکو ته وېنا وکړه. دناېجېر د دلتا دبېدارۍ غورځنگ په سېمه کې دتېلو په دولت کی خپله برخه غواړي او څو وارې ېې د تېلو پر خارجی شرکتونو باندې هم حملی کړي دي. دناېجېر د دلتا دغورځنگ طرفداران واېې چه دا جشن په لمانځلو نه ارزي.

XS
SM
MD
LG