د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي عسکرو په نیمروز کې ایرانۍ وسلې نیولي


برتانوي عسکرو په نیمروز کې ایرانۍ وسلې نیولي
برتانوي عسکرو په نیمروز کې ایرانۍ وسلې نیولي

د فرانسپریس خبري اژانس لیکي چې د برتانیې خارجه وزیر ویلیم هاگ د چارشنبی په ورځ د تهران دا عمل محکوم کړ چې طالبانو سره د وسلو مرستې کوي.

هغه وویل چې د برتانېې خاصو قواو د ایران هغه وسلې نېولي چې په افغانستان کې طالبانو ته ورتللې. وېلېم هاگ وویل د وسلو هغه جوپه چې په نیمروز کې د نړېوالو قواو په عملېاتو کې نیول شوېده هغه د ایران له خوا نه برابره شوې وه او طالبانو ته ور وړل کیدله.

رپوټ وايي چې د برتانېې خاصې قواوې په دغو عملیاتو کې دخیلې وې چې د فبروري په 5 مه د وسلو د انتقال دغه کاروان ونیو.

د برتانیې خارجه وزیر هاگ وویل هغه تخنیکي تفصیلات چې ددې وسلو په برخه کې ورکړل شویدي او په هغو شرایطو کې چې دا وسله نیول شوېده له موږ سره دا شک نه پاتې کیږي چې دا وسله له ایران نه راغلې ده او دا کار په بشپړ ډول د منلو وړ ندی.

وېلېم هاگ زېاته کړله چې دا کار د ایران له هغې ادعا سره تضاد لري چې اېران د نړېوالی ټولنې په وړاندې ادعا کوي او همدارنگه د خپلو خلکو په مقابل کې هم ادعا کوي چې دوی د افغانستان د ثبات او امنیت ملاتړ کوي. څرگنده ده چې ددې وسلی تهېه کول به د طالبانو قابلیت زېات کاندي چې د افغان او ایساف قواوې له ډیرې غټې فاصلی نه په نښه کړي او وې ولي.

د فرانسې خبري اژانس لېکی چې وېلېم هاگ په دې برخه کې نور تفصیلات ورنکړل. خو دافغانستان چارواکیو وویل چې د نړېوالو سوله ساتو قواو له خوا 48 راکټونه چې 122 ملي متره دي نیول شویدي او شل کېلومتره برد لري.

دغه وسلې د ایران سره په سرحد کې د نیمروز په ولایت کې نیول شویدي.

چارواکي وايي چې ددې وسلو په برابرولو کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب لتاړ دي.

خو د ایران حکومت دا ردوي چې ددغو وسلو په برابرولو کې لاس لري. د ایران د خارجه وزارت نطاق د تیرې اونۍ دغه تورونه بې بنیاده او د نه منلو وړ وبلل. هغه وویل چې د برتانیې سفیر په تهران کې په دې مسله د ایران له خارجه وزارت سره غږېدلی دی.

د فرانسې خبري اژانس لیکي چې د برتانیې 358 عسکر په افغاانستان کې د جگړی له پیل راهیسې وژل شویدي. په دې جمله کې لږ تر لږه 314 په عملیاتوکې وژل شویدي چې زیاتره یې په هغو بمونو کې وژل شويدي چې د طالبانو له خوا ایښودل شوي وو.

XS
SM
MD
LG