د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو پټ اسناد خپروي


په نیویارک کې د نړیوالۍ سوداګرۍ د ورانو شوو ودانیو پر ځاې دغه څلی جوړ شوی دی
په نیویارک کې د نړیوالۍ سوداګرۍ د ورانو شوو ودانیو پر ځاې دغه څلی جوړ شوی دی

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نیټې د تروریستي حملو نه پنځلس کاله پس هغه اته ویشت پاڼې اسناد به ډیر ژر عامو خلکو ته هم وښودل شيچې د دغو تروریستی حملو کونکو سره د خارجي مرستو تفصیلات پکې ورکړل شویدي.

دا اسناد تراوسه د امریکا د دولت یو شمیر خاصو کسانو لوستلي دي او د سنا په یو خاص ځای کې ساتل کیږي. دغه مخفي راپور د امریکا د سنا او ولسي جرگې غړو په گډه تیار کړیدی او اوس غواړي چې ولس هم ورنه خبر شي.

تراوسه دا نده معلومه چې دې کې به د چا نوم راغلی وي؟ خو خلکو ته ېې داسې یو فکر ورکړی چې ښایي د سعودي عربستان په اړه به یو څه پکې ویل شوي وي.

د امریکا د سنا پخواني غړي باب ګراهم ویلي " پریږدئ چې دا اسناد خلک وویني او زهنونو کې موجود تشویش ېې رفع شي." د خلکو سره یوه اندیښنه دا ده چې د دغو اسنادو خپریدل به د ګټې پر ځای تاوان لري. خو ښاغلی کراکر دغه اندیښنې ردوي.

" مهمه دا ده چې هغه نولس ترویستان چې په امریکا ېې حملې کړې وې ،هغوي کې ١٥ د سعودي عربستان اتباع وو ،نو دا معلومول دي چې ایا دوي سره بهر نه کومه مرسته شوې وه؟"

ګرهم زیاتوي "دا فکر کول به بې ځایه وي چې موږ ووایو یو څو کسان چې انگلیسي ېې نه وي زده ، امریکا ته پخوا نه وي راغلي او بې سواده وي او دا کار ېې کړی وي. نو سوال دا دی چې دغو کسانو سره کومک چا کړی نو شواهد د سعودي عرب لوري ته اشاره کوي."

د متحده ایالاتو پخوانيجمهور رئیس جورج بوش هم امر کړی و چې د ستمبر د یولسمې په اړه چې کوم د ٨٢٨ صفحو راپور تیاریږي هغې کې دی د ستمبر د یولسمې نیټې د طراحانو سره د مالي مرستو کونکو راپور نه شاملوي. خو بیا اوسني جمهورریس براک اوباما داستخباراتو مشرانو ته وویل چې دغه اسناد هم وڅیړي او ښاغلی کروکر وايي چې د جون ترمیاشتې به خلکو ته څرگند شي.

د امریکا د جمهورریس د ملي امنیت د چارو د سلاکار مرستیال بین روډز تیره اوونۍ ویلي وو چې د دې راپور راڅرگند کیدل به ډیر څه روښانه کړي خو دا ېې ونه ویل چې کله به راڅرگند شي او دا ېې هم وویل چې د القاعده سره د سعودي د ملاتړ په اړه هم د گانگرس راپور کې هم کومه واضح اشاره نه ده شوې

د سعودي او امریکا اړېکې د هغه وخت نه د خلکو د توجه مرکز گرځیدلي چې کله تیره اوونۍ جمهوررئیس براک اوباما سعودي عربستان ته لاړ. عام انتقاد دا دی چې ولې سعودي عرب په خپله سیمه کې د ترورزم سره جدي مبارزه نه کوي.

بلخوا د ولسي جرگې یو پخوانی غړی ټیم رومر وايي " دوي سعودي ته مکمله استثنا هم نه ده ورکړې او دا اسناد باید څرگند شي."

رومر وایي " باید د هغو خلکو د قربانۍ درناوی وکړو چې عزیزان ېې د ستمبر په یولسمه کې قربان شول او هغو حق لري چې د پیښو د ټولو اړخونو نه خبر شي."

د ستمبر د یولسمې نیټې د پیښو په اړه راپور کې د سعودي عربستان په اړه ویل شوي چې تروریزم ځپلو کې سمه همکاري نه کوي ،خو دا تر اوسه نه ده معلومه شوې چې حمله کونکو کې زیاتره ولې د سعودي عربستان اتباع وو او د سعودي عربستان د دوي دغه عمل سره ارتباط لره که نه؟

XS
SM
MD
LG