د بلخ ولایت د والي ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ناپیژاندو وسله والو تیره شپه د دغه ولایت د زاري په ولسوالۍ کې د اړو خلکو " People in Need" د چک د هیواد د موسسې په سیمه ایز دفتر برید کړی چې د بریدکوونکو او د موسسې د ساتوونکو ترمنځ د یوې نښتې وروسته د دغې چکي موسیسې ۹ کارکوونکي ووژل شول.
ښاغلی فرهاد وایي چې په وژل شوو نهو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
د بلخ د والي ویاند وایي چې ټول وژل شوي کسان د دغې موسسې افغان کارکوونکي دي چې تازه د کار له ځایه دغه دفتر ته راستانه شوي وو.
په کابل کې د غیرحکومتي موسسو د هماهنګۍ دفتر اکبر په یوه بیان کې د اړو خلکو " People in Need" د نهو سیمه ایزو کارکوونکو وژل کیدل تائید کړي دي او ویلي دي چې دغې موسسې د تیرو لسو کالو راپه دیخوا په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې او کرهڼې په برخو کې د سیمې له اوسیدونکو سره کار کوه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د بلخ په ولایت کې د ملي پیوستون د پروژې د کار کوونکو وژنه په کلکو ټکو وغندله او عاملین یې د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ دښمنان وبلل.
د هېواد جمهور رئیس د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وڅیړي او عاملین یې مجازات کړي.
تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت د اړو خلکو " People in Need" همکارې موسسې د نهو کارکوونکو وژل په سختو ټکو غندلي دي.
د دغه وزارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د زاري په ولسوالۍ کې دغه نهه تنه د افغانستان د خلکو د څرګندو دښمنانو له خوا وژل شوي دي.
خو د کلو د پراختیا د وزارت په دغه بیان کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو نوم نه دی اخیستل شوی.