د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې افغان ځواکونو تورې بوړې ته د داعش د رسیدلو مخه نیولې


 تیرکال هم داعش وسله والو د تورې بوړې د نیولو هڅه کړې وه خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې وه.
تیرکال هم داعش وسله والو د تورې بوړې د نیولو هڅه کړې وه خو افغان ځواکونو یې مخه نیولې وه.

د ننګرهار په ولایت کې چارواکي وايي چې د پچیراګام په ولسوالۍ کې د داعش هغه برید په شا تنبول شوی چې دغې ډلې غوښتل د تورې بوړې ستراتېژیکې سیمې ته ځانونه ور رسوي.

د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې ځايي قومي خلکو د ډلې پر وړاندې وسله راخیستې او سخت مقاومت یې ورسره کړی دی.

ښاغلي خوګیاڼي وايي:" داعشیان په یو څو کورونو کې ایسار دي او د محاصرې په حالت کې دي، هیڅ نه شي وتلای".

نوموړی وايي چې داعش غوښتل تورې بوړې سیمې ته ځانونه ورسوي، خو د دغې ډلې دا هڅه له کلکې ماتې سره مخامخ شوه.

مرګ ژوبله او کډه شوې کورنۍ

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي چې د تېرو دریو ورځو په جګړه کې د داعش ډلې پنځلس وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

نوموړی وايي په دغه جګړه کې درې وسله وال طالبان او همدا شان دوه ملکي وګړي هم زخمیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې د دغې جګړې له امله تر پنځه سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي، خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې حکومت له ځايي پاڅونوالو سره تر اوسه هیڅ مرسته نه ده کړې.

د سیمې یو ځايي اوسېدونکی وايي چې داعش وسله وال اوس په ګردرې سیمه کې ایسار دي.

نوموړی وايي تر دې وړاندې یې د صمد خېلو او نورې سیمې نیولې وې، خو اوس قومي خلکو او طالبانو په ګډه له دغې ډلې سره جګړه وکړه او داعش وسله وال یې په شا وتنبول.

کوټ کې پر داعش بمباري

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې د ننګرهار د کوټ په ولسوالۍ کې یې د داعش پر مرکزونو د توپونو ګوزارونه کړي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پکې لس داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي دغه بریدونه د کوټ په نرګسۍ او چینار سیمو کې شوي دي.

تر اوسه داعش وسله والو د کوټ د بریدونو او پچیراګام د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د بلې خوا د جلال اباد هوايي ډګر سره نږدې د بهسودو په ولسوالۍ کې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه د تخنیکي عوارضو له مخې راپریوتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پولیسود دغې الوتکې ماشین ترلاسه کړی او د جلال اباد هوایي ډګرته لیږدولی دی.

XS
SM
MD
LG