د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د ننګرهار د لعلپورې پر ولسوالۍ په لسګونو توغندي لګیدلي


افغان حکومت تراوسه د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د لعلپورې پر ولسوالۍ د توغندیو بریدونو ته غبرګون نه دی ښودلی
افغان حکومت تراوسه د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د لعلپورې پر ولسوالۍ د توغندیو بریدونو ته غبرګون نه دی ښودلی

د ننګرهار چارواکي وایي، د جمعې د سهار راهیسې د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا نه د لعلپورې په ولسوالۍ باندې په لسګونو توغندي لګیدلي چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د ننگرهار دوالي ویاند عطاالله خوگیاڼي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار ۲۰۰ توغندي له ډيورنډ کرښې هغې غاړې نه د لعلپورې ولسوالۍ پر سرحدي سیمو توغول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، چې د توغندیو په دې بریدونو کې دوه ماشومان ټپیان شوي او تر سلو پورې کورنۍ يې له خپلو مینو نورو سیمو ته کډه کولو ته اړې کړي دي.

دوالي ویاند وایي چې د توغندیو دغو بریدونه د جمعې د ورځې د سهار تر لسو بجو پورې دوام درلود چې بیا وروسته دا بریدونه بند شول.

هغه وویل، چې کډوالو شوو کورنیو ته یې بېړنۍ مرستې ورلېږلې دي.

دا په وروستیو میاشتو کې په یوه ورځ ترټولو زیات توغندي دي چې د افغنستان په خاوره راپریوتي دي.

د بلې خوا د کونړ ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د سرکاڼو په ولسوالۍ هم تیره شپه اته بجې پنځه توغندي لګیدلي چې له امله یې یوه ښځه او ماشوم وژل شوي دي.

تراوسه افغان حکومت د دغو توغندیو د ویشلو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG