د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډله شتون لري


ځینو سیمو کې د داعش او طالبانو جنګیالیو خپل تر منځ جګړې کړې دي
ځینو سیمو کې د داعش او طالبانو جنګیالیو خپل تر منځ جګړې کړې دي

په ننګرهار کې محلي چارواکي او عام وګړي وايي، چې د ننګرهار په شپږو ولسوالیو، نازیان، اچین، سپین غر، کوټ، هسکه مینه او بټي کوټ کې د داعش حرکتونه لیدل شوي او تورو بیرغونو د سپینو ځای نېولی دی.

په همدغو شپږو ولسوالیو کې د اسلامي دولت یا داعش پورې منسوبې ډلې، طالبان چې دلته یې خلک اماراتیان بولي، پسې اخېستي دي، جګړې یې ورسره کړي او ان داسې ادعاوې هم کیږي چې د داعش ډلې د طالبانو څو جنګیاليو نه سرونه هم غوڅ کړي دي.

په ننګرهار کې محلي چارواکي وايي، د داعش پورې منسوبه دا ډله عینآ په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په څېر کړنې ترسره کوي، دوی خپل خلیفه ابوبکر البغدادي ګڼي، یوازینۍ خلیفه یې بولي او په یوه ویډیو کې چې په هسکه مینه کې د دوی تحرکات ښيي، یو مسؤل یې حتا وايي، چې که یو خلیفه وي او بل هم پیدا شي نو باید ووژل شي.

خو دا لا هم کره نده معلومه چې ایا په ننګرهار کې د داعش دا منسوبه ډله مخامخ د ابوبکر البغدادي اصلي داعشي ډلې نه هدایات اخلي او که نه، خو په ځینو ویبپاڼو کې چې د ننګرهار د داعشیانو ویډیوګانې خپرې شوي، د ابوبکر البغدادي د یوه ویاند غږیز پیغام هم خپور شوی او پدغه پیغام کې یې د "خراسان ولایت" یاده کړې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وايي، داعش ډله په ننګرهار کې په ډېره چټکۍ را پیدا شوې ده، د ذبیح الله زمري او نورو محلي چارواکو په ويناء په ننګرهار کې د داعش د ډلې له شتون ښايي یوه میاشت وتي وي، خو په ويناء یې پدې موده کې قوي حضور یې پيدا کړی دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری وايي‪"‬ په لومړي ځل دا ډله چې ځان داعش بولي، د نازیانو په ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره جنګ شروع کړ، طالبانو ته یې شکست ورکړ، نازیانو نه وغځېد، اچین، سپین غر، کوټ، بټي کوټ او هسکې مینې ولسوالیو ته، بیا وروسته دا خوګياڼیو ته لاړل، پچیر او اګام او شیرزاد ته، خو په شیرزاد او خوګياڼیو کې د طالبانو له جدي مقاومت سره مخ شول، اوس په خوګیاڼو، شیرزاد، پچیر اګام، چپرهار کې چې کومې سیمې ورسره وې، له لاس یې ورکړي دي.‪"‬

د ولایتي شورا غړی وايي، په لومړي سر کې دوی له خلکو سره حلیمانه چلند کاوه، حتی خلکو ته یې ویل که د کورنۍ غړي یې په امنیتي ارګانونو کې کار کوي د تګ او راتګ اجازه ورته شته، خو بیا وروسته له هغې چې پدغو سیمو یې حاکمیت پیدا کړی دی ان د ملي اردو د سرتیرو سرونه یې هم غوڅ کړي دي.

بټي کوټ

په ننګرهار کې یوه له هغو ولسوالیو چې داعش پورې منسوبې دغې ډلې پکې حضور لرلی، د بټي کوټ ولسوالي ده.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي، د داعش دې ډلې درې اوونۍ وړاندې بټي کوټ ته مخه کړه او پدغه ولسوالۍ کې یې په لومړي وار د ډاګې په نوم په یوې سیمې کې طالبان مات کړل او جګړې یې سره وکړې.

حاجي غالب وايي د ډاګې په جنګ کې پنځه کسه یې د امارت حلال کړي وو، دوه د داعش حلال شوي وو.

د بټي کوټ ولسوال چې د کورنۍ شپاړس غړي یې تېر کال طالبانو وژلي وو، خپله هم مسلح ګرځي او یو له پخوانيو جهادي قومندانانو نه دی وايي ‪"‬د بټي په چهاردهي، عمبرخانه، پاس باریکوب، لاندې باریکوب، مشواڼي کې داعش د طالبانو ځای نېولی وو، خو ددې اوونۍ په منځ کې طالبان بېرته راغلل او داعش یې له همدغو سیمو وویست.‪"‬

د بټي کوټ ولسوال وايي، اوس دم ګړۍ په بټي کوټ کې داعش نشته، خو تر دوو ورځې وړاندې پورې په بټي کوټ کې د درې سوه په شاوخوا کې د داعش ډلې پورې تړلي جنګیالي وو.

د بټي کوټ ولسوال وايي، چې د داعش په ضد یې جګړې هم کړي دي، پنځه داعشیان یې ژوندي هم نېولي دي.

اچین

ځینو سرچینو او محلي اوسېدونکو پدغه ولسوالۍ کې له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ډله پنځه ویشت ورځې مخکې را پیدا شوې ده، په مامند، پېخښه، کرکڼۍ او وچ کوټ په سیمو کې یې له طالبانو سره جګړې وکړې، او طالبان یې له دغو سیمو نه وشړل او د سپین بیرغ ځای تور بیرغ ونیوه.

د اچین یوه اوسېدونکي وویل د سړک په سر پاټکونه اچوي، د جنجال شګې په سیمه کې پاټک لري، برحاله د خلکو تالاشي کوي، د حکومت او د طالبانو سره چې څوک په اړیکه کوي، ښکته کوي یې، په کلیو کې یې جنګیالي ګرځي، تور بیرغ ورسره وي، او هغه جنګیالي چې دهمدغې سیمې وي، مخونه په تور پړوني پټ وي، خو د ځینو مخونه یې ښکاره وي، وېښته یې لوی لوی دی او ان ساختګي وېښته هم لري.

ددغه ولسوالۍ دغه اوسېدونکي د امنیتي مسائلو له امله چې نه یې غوښت نوم یې واخېستل شي وویل چې د داعش دا ډله خلکو ته وايي چې له دوی سره دې په تشکیل کې څلوېښت ورځې جګړې ته لاړ شي، ښځې دې په چاهدري کې ګرځي، سګرټ، نصوار چرس څکول یې بند کړي دي، او ان د عبدالخېلو په بازار کې یې د ږیرو د کمولو په خاطر خلک هم ډبولي دي.

نوموړی وايي په اچین کې د داعش مشر قاري ګلزار دی چې د پېخښې اوسېدونکی دی.

د اچین دغه اوسېدونکي وویل چې په اچین کې یې درې زیارته د لیث بابا، دیوانه بابا او د سرکاڼو شهید الوزولي دي، دا هغه کار دی چې په عراق او شام کې یې داعش کوي.

هسکه مینه

د ګلستان په نوم د هسکې مینې یوه اوسېدونکي وویل چې پدغه ولسوالۍ کې داعش فعال دی او مشري یې د عبدالخالق په نوم یو کس کوي، د هغه په ويناء مخونه یې پټ دي، اوږدې تورې ورسره دي، دولتي کسان نه پرېږدي، دده په ويناء اورکزي او افریدي ورسره دي.

ګلستان وویل ‪"‬په اصلیت کې د پاکستان پوځي ملیشه ده، ږېرې او د سر ویښته یې ساختګي دي، د داعش په نوم کار کوي،‪"‬

په ننګرهار کې داعش پورې منسوبه دا ډله د خپلو فعالیتونو ویډیوګانې هم خپروي، او په ځینو ویډیوګانو کې لیدل شوي، چې د ځینو کسانو سرونه پرېکوي او د یرغمل شوو، لباس نارنجي دی.

په ننګرهار کې څېړونکي وايي، د داعش ډله رېښې نه لري په فکر لحاظ ځای نه شي موندلی.

د افغانستان د ملي امنیت رئيس رحمت الله نبیل ددې اوونۍ په سر کې د پارلمان استجوابیه غونډې ته وویل چې په ننګرهار کې د داعش د شتون په تړاوو په اندېښنه کې دي.

اسلامي دولت یا داعش ډله پوره یو کال مخکې په عراق او شام کې وټوکېدله او پدې یوه کال کې پراخې سیمې ونېولې او په یوه ورځ یې ان په درېیو براعظمونو کې بریدونه هم وکړل

XS
SM
MD
LG