د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۱۳۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل کیږي


د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي یوازې د افغانستان په لسو ولسوالیو کې ۵۴ ٪ کوکنار کرل کیږي
د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي یوازې د افغانستان په لسو ولسوالیو کې ۵۴ ٪ کوکنار کرل کیږي

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د افغانستان په ۱۳۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل کیږي، چې له دې شمیرې په ۴۱ ولسوالیو کې په مجموعي توګه د دغه هیواد په کچه ۹۴ فیصده کوکنار کرل کیږي.

افغان حکومت نن په کابل کې د جون میاشتې ۲۶مه نیټه، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې ده، د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.

د نشه‌يی توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د افغان حکومت یوشمیر لوړپوړو چارواکو او په کابل کې د امریکا، بریتانیا او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی وو.

غونډې ته د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، په افغانستان کې د ترویزم، نشه‌يي توکو د قاچاق شبکې او ناامنيو موجودیت هغه لاملونه دي چې له مخې یې د هر کال په تیریدو سره په دغه هیواد کې د نشه‌يي توکو په کر، تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

میرمن عظیمي وویل، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کر کچه مخ په لوړیدو ده او په هغو ولایتونو، چې ورکې زیات کوکنار کرل کیږي تر ډیره بریده ناامنه دي.

که څه هم میرمن عظیمي د کوم ولایت یا ولسوالۍ نوم وانخیست خو و یې ویل چې د افغانستان په ۱۳۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل کیږي، چې په ۴۱ کې یې د کر کچه ډیره لوړه ده او په مجموعي توګه د افغانستان په کچه ۹۴ فیصده کوکنار ورکې کرل کیږي.

میرمن عظیمي وویل "له دغو ۴۱ ولسوالیو څخه اصلي ستونزه په لسو ولسوالیو کې ده، چې شاوخوا ۵۴ فیصده کوکنار یواځې په همدغو لسو ولسوالیو کې کرل کیږي، موږ هیله مند یو چې د اړوندو دولتی ارګانونو او سیمه‌ییزو چارواکو په مرسته خپل زیات فشارونه په همدغو ولسوالیو، چې زموږ تر سرې کرښې لاندې دي په راتلونکو کلونو کې ولرو."

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي، نادعلي، نهر سراج، میوند، خاشرود، بکوا، کجکي، نوزاد، ګرمسیر، موسی کلاء او ریګ خانشین هغه ولسوالۍ ښودلي، چې ورکې د افغانستان په کچه له ۵۴ سلنه کوکنارکرل کیږي.

دغه راز، غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، د افغانستان د نفوس ۱۱ فیصده وګړي، چې ډیره برخه یې ځوانان، ښځې اوماشومان جوړوي، پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

د ښاغلي فیروز پر وینا، د نشه‌يي توکو د غوښتنې کچې راټیټول او پر نشو د روږدو کسانودرملنه د دغه وزارت دنده ده خو په افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د روږدي کیدو د مخنیوي لپاره یوازې د درملنې له لارې مبارزه په لوړه بیه تمامیږي او له بلې خوا تر اوسه یې مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

ښاغلي فیروز د نشه‌يي توکو د غوښتنې او د اعتیاد د کچې د راټیټولو لپاره د نورو لارو چارو وړاندیز وکړ او و یې وویل "پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې تر څنګ باید د بین الستکوري همکاریو له لارې د پوهنې، حج او اوقاف، اطلاعات او فرهنګ، کار او تولنیزو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو په ګډون وقایوي برنامې په لاره واچول شوي او د نشه‌يي توکو خطرناکو پایلو په اړه معلوماتو ته په تعلیمي نصاب، پوهنتونو او دینو مدرسو کې ځای ورکړل شي او رسنۍ چې د خلکو په پوهاوی کې د پام وړ رول لوبوي هم له دې بهیر څخه باید لری و نه اوسي."

افغانستان په داسې حال کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی چې ورکې د نړۍ په کچه ۹۰ فیصده اپین تولیدیږي.

د خپرو شوو سروې‌ګانو له مخې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ٥٥٠٠ ټنه اپین تولید شوی و خو تیر کال په دغه هیواد کې د اپین د تولید کچه ٦۴٠٠ټنو ته لوړه شوې ده.

سږکال هم په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۲۴زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي خو لا تر اوسه له دغو کوکنارو څخه د ترلاسه شوي اپين د شمیرې په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG