د لاس رسي وړ اتصالات

نظرپوښتنه: ۴۳.۷٪ وايي طالبانو سره د سولې خبرو ته اړتیا نشته


په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان د یولسو ولایتونو په مرکزونو کې د ۳۷۱۷ کسانو نظر اخیستل شوی
په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان د یولسو ولایتونو په مرکزونو کې د ۳۷۱۷ کسانو نظر اخیستل شوی

یوه نظرپوښتنه چې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې ترسره شوې، په کې شاوخوا ۶۰ فیصده ګډونوالو طالبان یوه تروریستي او مزدوره ډله بللې او ۴۳.۷ فیصده کسانو ویلي، چې له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته اړتیا نشته.

د هشت صبح ورځپاڼې او د خورشید د لوړو زدکړو موسسې د افغان حکومت د کارونو، قضايي سیستم کې اصلاحاتو، امنیت او طالبانو په اړه د خپلې ګډې نظرپوښتنې جزئيات د سې‌شنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړل.

دا نظرپوښتنه چې د افغانستان د یولسو ولایتونو کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، بلخ، بغلان، کاپیسا، پروان، بامیان او غزني په مرکزونو کې ترسره شوې، په کې د اړوندو موضوعاتو په اړه د ۳۷۱۷ کسانو، چې ۶۱.۳ فیصده یې نارینه او ۳۷.۸ فیصده یې ښځې دي، په لیکلې بڼه نظر پوښتل شوی دی.

د نظرپوښتنې شاوخوا ۶۰ فیصده ګډونوالو وسله‌وال طالبان تروریستان او د بهرنیانو مزدوران بللي او نږدې ۲۹ فیصده نورو ویلي، چې دغه ډله افغانستان د ورانولو په لور بیايي او د دغه هیواد او د اسلام دین د بدنامولو لامل کیږي.

د نظرپوښتنې ۵.۲ فیصده ګډونوالو ویلي، چې طالبان د اسلامي ارزښتونو د تامینولو لپاره مبارزه کوي.

د هشت صبح د ورځپاڼې د سیاسي خپرونو مسول فریدون آژند د دغې نظرپوښتنې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال خبریالانو ته وویل "په دې اړه چې له طالبانو سره مذاکرې ته اړتیا شته، شاوخوا ۴۳.۷ فیصده کسانو چې په دې سروې کې ګډون درلود د رد ځواب ورکړی، شاوخوا ۳۸.۶ فیصده کسانو په سروې کې د هو ځواب ورکړی، ۱۶.۳ فیصده کسانو ویلي چې موږ په دې اړه نظر نه لرو او ۱.۵ فیصدو د پوښتنې ځواب نه دی ورکړی."

په نظرپوښتنه کې شاوخوا ۴۲.۴ فیصده ګډونوالو له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې د افغان حکومت اوسنی چلند تائيد کړی، ۳۹.۱ فیصد کسانو د حکومت چلند رد کړی او ۱۶.۸ فیصده کسانو په دې اړه د نظر له ورکولو ډډه کړې ده.

له طالبانو سره د حکومت د مذاکراتو د څرنګوالي په اړه، د نظرپوښتنې ۵۶.۱ فیصده ګډونوالو ویلي، چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني او د نورو افغانانو په څیر ملکي ژوند غوره کړي، ۱۹.۲ فیصده نورو بیا له طالبانو سره پر جګړې ټینګار کړی، ۱۱ فیصدو ویلي چې په یو شمیر سیمو کې باید د طالبانو قوانین رعایت شي او ۱۰ فیصده نورو بیا ویلي، چې له طالبانو سره دې سیاسي واک وویشل شي.

که څه هم لا تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې تل دا ډول نظرپوښتنې او سروې‌ګانې رد کړي او هغه یې غیر معیاري بللې دي.

دغه راز په دې نظرپوښتنه کې د امنیت، د حکومت کارونو او په قضايي سیستم کې د اصلاحاتو په اړه هم له ګډونوالو څخه پوښتنې شوې دي.

د امنیت په برخه کې د نظر پوښتنې ۷۴.۷ فیصده ګډونوالو د افغان ځواکو له اقداماتو څخه ملاتړ څرګند کړی، خو ۱۶.۸ فیصده نورو بیا ناخوښي ښودلې ده.

د دې نظرپوښتنې پر بنسټ ۴۷.۲ فیصده ګډونوالو د حکومت د کارونو په اړه ویلي، چې د افغانستان حکومت او نړیوالول ملګري یې په سم لوري روان نه دي، خو ۲۷.۹ نورو بیا په دې برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې کړنې د قناعت وړ بللي.

په دې نظرپوښتنه کې ۳۹.۸ فیصده کسانو ویلي، چې افغان حکومت باید له اداري فساد سره مبارزه او د قضايي سیستم اصلاحاتو ته په خپل لومړیتوبونو کې ځای ورکړي، خو ۲۲.۶ فیصده کسانو په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو، ۱۱.۳ فیصده د کار موندنې، ۵.۶ فیصده د بیان آزادي، ۴.۵ فیصده بهرنی سیاست او ۹.۴ فیصده نورو د پوهنې او لوړو زدکړو د کیفیت لوړولو په برخو کې حکومت ته د پاملرنې وړاندیز کړی دی.

د نظرپوښتنې ۵۳ فیصده ګډونوالو د دولت له خوا د افغانستان په قضايي سیستم کې د اصلاحاتو پر راوستلو بې‌خبري ښودلې او دغه راز، ۴۵ فیصده کسانو ویلي، چې په قضايي سیستم کې د ترسره شویو اصلاحاتو مثبتې نتیجې ته خوشبینه نه دي.

د نظرپوښتنې له مخې ۴۲.۱ فیصد ګډونوالو د افغانستان پارلمان د اصلاحاتو د راوستلو په لار کې خنډ بللی، ۲۸.۷ فیصد کسانو په دې برخه کې د پارلمان رول اغیزمن او ۲۷ فیصده نورو منفی ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG