د لاس رسي وړ اتصالات

دنورستان دوو ولسوالیو ته تر اوسه واکسین ندي رسېدلي


دنورستان روغتیايي چارواکو امریکاغږ ته ویلي،چې دکامدېش او برګمټال ولسوالۍ ته ورغلې لار وسله والوتړلې او دپولیو دمخنیوي واکسینتر اوسه دغلته نه دي رسېدلي .

ټاکل شوې،چې دې ځل کمپاین کې دنورستان یوازې همدغه دووولسوالیو کې دګوزڼ ضد واکسین وشي،ځکه دډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه دي او دپولیو ناروغۍ احتمالات پکې تر نورو ډېر دي.

ددې ولایت دعامې روغتیا رییس ډاکټر محمد اسماعېل امریکا غږ ته وویل،هڅه یې داده چې ژر تر ژره دپولیو پر ضد واکسین کامدېش او برګمټال ته ور روسوي.

نوموړی وايي:"نن په کامدېش او برګمټال کې واکسین شروع کېدل،خو لاره بنده ده او کوشش کوو،چې دحل یوه لاره ورته پیدا کړو،چې واکسین خلکو ته ورسېږي".

نوموړی وايي امنیتي ادارو ډاډ ورکړی،چې په دغه برخه کې جدي اقدام کوي.

دکامدېش او برګمټال ولسوالیو اوسېدونکي وايي د دغې لارې تړلو سختې ستونزې راولاړې کړي او وسله والو طالبانو په سرک تلونکي خلک بېرته راګرځوي.

دکامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی فقیر الله وايي: " لاره دتېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې او حکومت پر طالبانو اوبه بندې کړي دي،ځکه پرې دوی لاره تړلې ده او خلک پورته نه برېږدي،نو واکسین هم نه پرېښودل کېږي".

دچارواکو په وینا هر کمپاین په نورستان کې څه دپاسه څلور سوه کسان له واکسینو پاتې کېږي،چې ډېره برخه یې په کامدېش او برګمټال کې ده .

ددې ولایت دولایتي شورا غړی انجنیر سعد الله پاینده زوی وايي طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی،چې خپلو ماشومانو ته دپولیو څاڅکي ونه کړي.

هغه وویل: "طالبانو خطونه خلکو ته ورکړي دي،چې لاره هم بنده ده او څوک باید واکسین ونه کړي. طالبانو ویلي دي،چې واکسین بند دي او هیڅوک نه شي کولی،چې پورته لاړ شي".

هغه وايي که حالت همداسې دوام وکړي،نو دا احتمال نه شي ردېدلی چې په کامدېش او برګمټال کې دی،ماشومان پر پولیو اخته شي.

نوموړي زیاته کړه: "په روغتیايي برخه کې دټولو لپاره خدمت کېږي،دا یو غټ مشکل دی او طالبان باید دغه واکسین ازاد کړي".

که څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو په کامدېش او برګمټال کې دلارې دنندښت په اړه کوم تازه غبرګون نه دی ښودلی،خو له دې وړاندې یې ویلي و،چې دپولیو دواکسینو مخالفت نه کوي.

ولایتي اداره او امنیتي چارواکي وايي ددغې لارې دخلاصون لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

دیني عالمان هم تر ډېره دپولیو واکسین روا ګڼي او وايي ماشومان له دایمي فلج څخهژغورلی شي.

دوی پر ولسي خلکو غږ کوي،چې دواکسینو په هره دوره کې دې، خپل ماشومان واکسین کړي.

که څه هم په نورستان کې تېر څو کلونه دپولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې،خو په ګاونډي کونړ او ننګرهار ولایتونو کې تېر ۲۰۱۵ مېلادي کال لس پېښې ثبت شوې وې،چې د ټول افغانستان له نیمايي ډېرې یې جوړولې.

اوس مهال دختیځ په کچه نژدې پنځوس زره ماشومان دپولیو له واکسینو پاتې کېږي،چې ډېر یې دننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې دي.

د ډېرو خلکو غوښتنه داده،چې دپولیو پر ضد کمپاین کې دې ټولې کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي څو په راتلونکي کې دکورنۍ او ټولنې دواوږو بار ونه ګرځي.

XS
SM
MD
LG