د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د دولت په رهبرۍ کې د فساد ستونزه نشته


ولسمشر محمداشرف غني وايي، تر ټولو زیات اصلاحات د ملي تدارکاتو په اداره کې راغلي دي.
ولسمشر محمداشرف غني وايي، تر ټولو زیات اصلاحات د ملي تدارکاتو په اداره کې راغلي دي.

د افغانستان ولسمشر د دولت په رهبرۍ کې د اداري فساد د ستونزې نشتوالي ته په اشارې وايي، چې په دویم پړاو کې به د وزارتونو په کچه له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ښاري چارو په درییم ملي کنفرانس کې وویل، د ادارې فساد د مخنیوي په برخه کې تر ټولو زیات بدلون په ملي تداراکاتو کې رامنځ ته شوی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د تدارکاتو ملي ادارې د شفافیت په اړه نړیوالو هم خوښي ښودلې او دغې ادارې ته یې تر ټولو زیاتې نمرې ورکړې دي.

ولسمشر غني د دولت کارکوونکو ته په خطاب وویل، هغه کسان هم په اداري فساد کې شریک دي، چې د اداري فساد پر ضد مبارزه نه کوي او په فساد کې د ښکیلو کسانو نومونه نه افشا‌‌ء کوي.

افغان ولسمشر وویل "د تصمیم نیونې په لوړه کچه کې ستونزه نشته، په وزارتونو کې ستونزه شته، د دې لپاره چې اوس د فساد دویم پړاو ته ځو نو دا فساد باید تشخیص شي، خو تاسې هم په فساد کې شریک یئ، د فساد پر ضد ودریږئ، که مجبوره هم یئ راشئ مفسدین افشا‌ء کړئ".

دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ د افغانستان د څارنوالانو په څلورم کنفرانس کې د دغه هیواد لوی څارنوال ژمنه کړې وه، چې نن د دوشنبې په ورځ به د اداري فساد اړوند لویو دوسیو محاکمه په علني توګه پیل شي، خو دغه چاره د لوی څارنوال له خوا تر بلې اونۍ وځنډول شوه.

له اداري فساد سره جدي مبارزه د افغان حکومت له هغو ژمنو څخه ده، چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړي دي.

د نړیوال شفافیت سازمان د رپوټ له مخې له سوماليا او شمالي کوریا وروسته افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ په کچه درییم ځای خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG