د لاس رسي وړ اتصالات

د نوبل جایزه د کیمیاوي وسلو ضد سازمان وګټله


سږ کال د نوبل د سولې نړیوال جایزه هغه سازمان ته ورکړل شوه چې په نړۍ کې د کمیاوي وسلو د مخنیوي دپاره کار کوي او اوس مهال د سوریې کمیاوي وسلې له منیځه وړي.

د نوبل کمېټې دغه اعلان د جمعې په ورځ د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې وکړ او د( او پي سي ډبلیو) سازمان هلې ځلې یې د کمیاوي وسلو د محوې په برخې کي وستایلې.

ددغه سازمان مرکز په هالنډ کې دی او په کال ۱۹۹۷ کې تاسیس شوی دی چې د کمیاوي وسلو په هکله نړیوال کنونسیون نافذ کړي.

د نوبل د کمېټې د جمعې د ورځې په بیانیې کې راغلي دي چې د او پي سي ډبیلو سازمان هلو ځلو په نړۍ کې د کمیاوي وسلو استعمال په اصلي معنی د یوه عیب او غلط عمل په توګه معرفي کړ. په بیانیې کې دا هم راغلي دي په سوریې کې وروستۍ پېښو چې په لړ کې یې کمیاوي وسلې پر ملکیانو وکارول شوې دا په ډاګه کړه چې د کمیاوي وسلو د له منیځه وړلو دپاره باید کوښښونه زیات شي.

سوریې دا منلې ده چې کمیاوي وسلې لري او هوډ یې کړی دی چې د دوشنبې په ورځ به د او پي سي ډبیلو د سازمان غړی هیواد شي.

د او پي سي ډپیلو سازمان د خپلو غړو هیوادونو له خوا تمویلېږي او شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالره بودیجه لري. ددغه سازمان مرکز په هاګ کې دی او د ۵۰۰ شاوخوا کارمندان لري. تراوسه پوري یادشوي سازمان په ۸۶ هېوادونو کې د ۵ زرو څخه زیات د څارنې ماموریتونه اجرا کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تمه کېده چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزه به ملاله یوسفزۍ وګټي. د نوبل د سولې د جایزې دپاره د افغانستان د بشري حقوقو د سازمان مشره سیما ثمر هم کاندیده وه.
XS
SM
MD
LG