د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزه وګټله


د سولې لپاره د نوبل د جایزې گټوونکي
د سولې لپاره د نوبل د جایزې گټوونکي

د نوبل د سولې جایزه سږکال په گډه، د ښوونې او روزنې پاکستانۍ مبارزې ملالې یوسفزۍ او د ماشومانو د حقونو هندي مبارزکیلاش ساتیارتي ته ورکړ شوه.

د ناروې د سولی کمیټې د جمعې په ورځ اکتوبر لسمه وویل، دا جایزه دغو دوه کسانو ته ددې د پاره ورکړل شوه چې، دواړو د ماشومانو او د ځوانانو و د تعلیم او د بشري حقونو دپاره مبارزه کړې ده.

د ناروي د نوبل کمیټې ریس ټوربجارن، د ښووني او روزني فعاله ١٧ کلنه پاکستانۍ ملاله یوسفزۍ او د هند ( کېلاش ساتیارتي) ته چې هغه هم د ماشومانو د حقوقو فعال دی، د نوبل د سولې جایزه د ورکولو اعلان کوي.
د ناروي د نوبل کمیټې ریس ټوربجارن، د ښووني او روزني فعاله ١٧ کلنه پاکستانۍ ملاله یوسفزۍ او د هند ( کېلاش ساتیارتي) ته چې هغه هم د ماشومانو د حقوقو فعال دی، د نوبل د سولې جایزه د ورکولو اعلان کوي.

د نوبل کمیټې وویل دا جایزه د هند او پاکستان، د هندوانو او مسلمانانو دواړو دپاره د اهمیت وړ ده چې په گډه د تعلیم دپاره او همدا شان د افراطیت په ضد مبارزه هڅې کوي.

ملالي پرون د جمعې په ورځ د دغي جایزې په اړه خبریالانو ته وویل چې په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته د دې پیغام دادی چې هغوی باید د خپلو حقوقو دفاع وکړي. هغې وویل چې دې دغه جایزه « د ټولو هغو ماشومانو له خوا قبوله کړه چي څوک یې غږ نه اوري.»

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې په یوه بیانیه کې وویل چې ملالي په ټوله نړۍ کې خلک هڅولي دي. هغه وویل « کله چې طالبانو کوشش وکړ چې ملاله خاموشه کړي، نو هغې د دوی ظلم او تیري ته په قوت او قاطع عزم جواب ورکړ.»

د امریکا دبهرینو چارو وزیر جام کیری د امریکا غږ ته وویل ،، زه فکر کوم چې دا ډیر ښه کار شوي چې ملالې او کیلاش ستیارتهې ته دا جایزه په ګډه ورکړل شویده. هغوي دواړو د ماشومانو او میرمنو د ارزښت په برخې کې ډیر مناسب کارونه کړیدي. د میرمنو د غښتلتیا په برخې کې په افغانستان کې زمونږ پراخه ژمنو ته په پام سره، ملالې په خورا زړه ورتیا د میرمنو او نجونو د حقونو په باره کې خبرې کړیدي،،.

۱۷ کلنې ملالې یوسفزۍ په پاکستان کې څو کاله د نجونو د تعلیم دپاره هڅه کوله ، چې په ۲۰۱۲ کال کې، طالبانو په سر په ډزو ووېشتله او ژوبله شوه.

د علاج دپاره برتانیا ته بوتلل شوه، خو چې ښه شوه،بېرته یي د ښځو د حقونو دپاره په مبارزې لاس پوری کړ. ملاله یوسفزی د سولی د جایزی ځوانه وړونکی ده.

د سږ کال د نوبل د سولي جایزه د ملالي سره په گډه هندي ( کېلاش ساتیارتي) ته چې هغه هم د ماشومانو د حقوقو فعال دی، ورکړه شوې ده. ملالي ډیر ژرد

( ساتیارتي) ستاینه وکړه. هغه ٦٠ کلن دی او څه د پاسه دیرش کاله یې د هغه تحریک په مخکښه جبهه کي فعالیت کړی دی چې هدف یې د شاقه کارونو نه د ماشومانو ژغورل دي. هغه لومړنی په هند کيې زیږیدلی هندی دی چي د نوبل د سولي جایزه گټي.

کیلاش ساتیارتي د ماشومانو نه د مالی گټو دپاره د ماشومانو د استثمار د پای ته رسولو دپاره سوله ایزه مبارزه کړې ده.

د نوبل جایزې د سولې کمیټه وايي ده همدغه راز د ماشومانو د حقونو په باره کې د مهمو بین المللي کنواسینونو په جوړولو کې هم برخه اخستې ده.

د نوبل د سولی یو اعشاریه یو ملیون ډالره جایزه به د ملالې او ساتیارتي تر منځ نیمایي شي، او د ډسمبر په لسمه به په رسمی ډول دواړو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG