د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان: د ناټو په ډزو کې پولیس مړه دي


نورستان: د ناټو په ډزو کې پولیس مړه دي
نورستان: د ناټو په ډزو کې پولیس مړه دي

ځايي چارواکي وايي لږ تر لږه څلور پولیس هغه وخت ووژل شول او څو نور زخمیان شول چې د ناټو قواوو پرې هوايي او ځمکنی برید وکړ.

چارواکي وايي، دغو پولیسو د کنړ او نورستان پر لاره د ملي اردو او ملي پوليسو د يوه کاروان ساتنه کوله.

پېښه د نورستان ولايت د واما ولسوالۍ په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چې په دې پېښه کې څلور تنه پوليس وژل شوي څو تنه نور زخميان شوي او دولس تنه دغو ځواکونو له ځانه سره ژوندي بولي دي.

بدر وايي، دوی پدې نه پوهېږي چې دغه غلط راپورنه د چا له خوا ورکړل شوي دي. بدر زیاتوي چې دوی ته ددغو عملياتو په اړه لا له مخه هېڅ ويل شوي هم نه دي.

په مشرانو جرګه کې ددغه ولايت استازى حافظ عبدالقيوم وايي په زخميانو کې ددغه ولايت د چټک غبرګون قطعې قوماندان هم شامل دى.

له بګرام څخه ايساف ځواکونو رسنيو ته په يو لېږل شوي پيغام کې ويلي چې دوی د نورستان په ولايت کې دولس تنه وسله وال مخالفين وژلي اوپه همدومره شمېر نور يې ژوندي نيولي.

په پیغام کې ویل شوي چې دغه کسان له هواپه نښه او بريد پرې وشو. په پيغام کې راغلي چې په دغو عملياتو کې عمليات کوونکيو او ملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دا لومړى ځل دى چې په نورستان کې د ناټو عسکر پر پوليسو چې پوليسي جامه يې هم پرتن وه بريد کوي. شاوخوا يو کال وړاندې هم په دغه ولايت کې د ناټو عسکرو د سرک جوړونې د یو شرکت پر کارګرانو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه.

XS
SM
MD
LG