د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان چارواکي وايي د چترال له څوکو ترهگر ور اوړي


د نورستان چارواکي وايي د چترال له څوکو ترهگر ور اوړي
د نورستان چارواکي وايي د چترال له څوکو ترهگر ور اوړي

دنورستان والي جمال الدين بدر وايي چې ددغه ولايت کامدېش او برګيمټال ولسواليو ته ترهګر له چتراله رااوړي.

چترال له دغه ولايت سره اوږده سرحدي پوله لري.

ياده سيمه يوه غرنۍ اوسخته لارده، مخالفين تل دغه سرحدي پوله د ورانکاروفعاليتونولپاره کاروي. دى وايي دوي دومره پوليس نه لري چې دغه سرحدي پوله پرې وڅاري. دى داهم وايي دوی څو ځلې پر دغه سرحدي پولو شمېر ترهګر د عملياتو په ترڅ کې پېژندلي چې هغه زياتره پاکستاني، عرب او د يو شمېر نورو هېوادونواستوګن وو.

دى وايي دوى د اوړي پر مهال په يولړعملياتو د مولوي فضل الله، عبدالولي او ايوبي په نوم پاکستاني طالب مشران او همدارنګه يو شمېر نور بهرني پېژندلي چې کله له پولې دېخوا او کله اخوا استوګنه کوي.

دى وايي دغه بهرني طالبان پر همدغو دوو سرحدي ولسواليو بريدونه کوي.

دى وايي دغه سرحدي سيمې ګڼو ځنګلونواوغرونوپوښلې چې وسله وال مخالفين ترې ګټه اخلي. بدر وايي دغه بريدونه زياتره غلچکي ترسره کیږي. که څه هم دوی هڅه کوي چې دغه ولسوالۍ دوسله والومخالفينو له بريدونو وژغوري خوله دوی سره دومره پوليس هم نه شته چې دغه اوږده سرحدي پوله پرې کنترول کړي.

بدر وايي چې د سيمې د خلکوپه ملاتړيې دومره کړي چې وسله وال مخالفين استوګنې ته پرې نه ږدي: "پر ترهګرو چې کله له پولې دې خوا سيمه اورشي اخوااوړي خوکله چې اخواپرې ځمکه سره شي نودې خواراوړي".

د نورستان په دغه غرنیو سیمو کې اوس د واورو د زيات ورښت او سړو له امله هلته ګرځېدل او استوګنه ګرانه ده. يادې ولسوالۍ د موسمي وضعيت او جغرافيوي موقعيت له مخې د حکومت د وسله والو مخالفينو تر ګواښونو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG