د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په کامدیش کې درنه جګړه روانه ده


د نورستان په کامدیش کې درنه جګړه روانه ده
د نورستان په کامدیش کې درنه جګړه روانه ده

له تېرو دوو ورځو راهيسې د نورستان ولايت د کامدېش پر ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو، افغان او ايساف ګډو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

ددغه ولايت والي جمال الدين بدر وايي چې په جګړه کې شاوخوا څلوېښت تنه وسله وال مخالفين، تر شلو زيات سرحدي پوليس او پنځه تنه ولسي کسان وژل شوي او اوه تنه نور پوليس زخميان شوي دي.

بدر وايي وسله والو مخالفينو د چترال له سيمې د دوی پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي. دى وايي د وسله والومخالفينوپه وژل شويوکسانوکې ١٥تنه پاکستاني طالبان دي، چې په وينا يې مړي يې دجګړې پر ډګرپاتې شوي دي.

حکومتي قواوې وايي، هغه پوستې یې بیرته نیولي دي چې وسله والو مخالفينو لاندې کړې وې.

د نورستانل امنيه قوماندان شمس الرحمان وايي چې مخالفينو د تېښتې په مهال د سيمه ييزو خلکو کورونه هم سوزولي دي او د څلور مېرمنو په ګډون يې شپږ تنه وژلي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا وايي چې په دغوعملياتو کې د ملي اردو پوځيانو ته کوم زيان نه دى او‌‌ښتى.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د کامدیش د جګړې د ننني وضعيت په اړه څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يې د يو شمېر پوستو د نيولوخبر ورکړى و.

کامدېش د نورستان ولايت هغه غرنۍ سرحدي ولسوالي ده چې يو شمېر سيمې يې د مخالفينو تر ولکې لاندې دي. پر دغې ولسوالۍ مخکې هم خونړي بريدونه شوي دي.

د کنړ د وټه پور د عملیاتو پای

د ايتلاف ځواکونه وايي چې د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ په عملياتوکې د دوی ٢٩ تنه پوځيان زخميان شوي او درې تنه نور وژل شوي دي.

په جلال اباد کې ددغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر وياند، ډېوېډ سټېبورن د يوې خبري غونډې له لارې وويل چې اوس د وټه پور عمليات پاى ته رسېدلي.

د دوی د ادعا له مخې، په دې عملياتو کې تر سلو زيات وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

ددغه دفترپه وينا، په دې عملياتو کې د ملي اردو يو تن پوځي وژل شوى او دوه تنه نور زخميان شوي دي.

XS
SM
MD
LG