د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان بزګر د کوکنارو په بدیل کې رغنیزې پروژې غواړي


د نورستان ولایت بزګر، په مرکزي اداره نیوکه کوي چې د کوکنارو د نه کر په مقابل کې یې دوی ته اړینې پروژې ندي پلي کړي.

چارواکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د نورستان بزګرو کوکنار ندي کرلي او او سږ کال د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ورته هغه پروژې پلي کوي، چې ګټه یې په مستقیمه توگه کروندګرو ته رسیږي.

نورستان چې د کر کیلې لپاره ډېره ځمکه نه لري، د کوکنارو کښت هم پکې د یخنۍ له امله ښه فصل نه کوي.

د دغه ولایت بزګر د نشه يي توکو سره د مبارزې او کرنې پر وزارتونو نیوکه کوي، چې لا یې هم په دغه ولایت کې کومه ټولګټه پروژه نده پلي کړې.

صاحب داد، چې نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي " زمونږ په ولایت کې کوکنار نه کرل کیږي، ځکه دیني عالمانو کمپاین کړی او څوک یې نه کري، خو حکومت مونږ ته یوه پروژه هم نده پلې کړې."

دوی وايي که څه هم دغلته په ډېره کمه ځمکه کې د کوکنارو کښت هم کیږي، خو دوی ته د کرنیزو پروژو نه پلي کېدل به دوی اړ باسي چې دغه کښت ته بیا مخه کړي.

خو په نورستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست وايي، د وزارت له خوا ددغه ولایت بزګرو ته هغه یو میلیون امریکايي ډالر منظور شوي، چې د کوکنارو د نه کر په بدل کې ورکول کیږي.

د دغه ادارې مشر هارون واحد، امریکا غږ ته وویل، د دغه پیسو د لګونې لپاره یې د ولسوالیو له بزګرو څخه د هغه پروژو لیست غوښتی چې کروندګر ورته اړتیا لري.

نوموړی په سږنیو پلي کېدونکو پروژو کې د وایګل ولسوالۍ پر سیند د هغه پله جوړېدل هم اړین ګڼي، چې شاو خوا شپږ سوه کورنۍ د اوبو د ډېرښت پر وخت له ستونزو سره مخامخ وي.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم بیا وايي، دوی ته په منظور شويو یو میلیون ډالرو به په هره ولسوالۍ کې پنځه هغه پروژې پلي شي، چې بزګرو ته یې په مستقیمه توګه ګټه رسیږي.

نوموړی وايي په دغه ولایت کې د کوکنارو کر صفر شوی او که هر بزګر یې د کرلو هڅه وکړي د قانون پنجو ته به یې وسپاري.

کارپوهان وایي د نورستاني بزګرو لپاره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د یو میلیون ډالرو پروژې په داسې حال کې پلي کیږي، چې لاهم دغه لرې پروت ولایت ته د چارواکو له لورې کمه پاملرنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG