د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ وايي د نورستان وايګل ولسوالي یې بېرته ونيوله


افغان پوځ وايي د نورستان وايګل ولسوالي یې بېرته ونيوله
افغان پوځ وايي د نورستان وايګل ولسوالي یې بېرته ونيوله

افغان پوځ ادعا كوي چې ددوي ځواكونودنورستان ولايت دوانت وايګل ولسوالي چې څه موده وړاندې د وسله والو مخالفينو له خوا نيول شوې وه بېرته ونيوه او په ترڅ كې يې نږدې شل تنه وسله وال مخالفين هم وژلي دي.

په ختيځ كې د ۲۰۱سېلاب قول اردومطبوعاتي مسوول ډګروال محمدنعمان هاتفي په وينا د دوی ځواكونو تېره شپه پر يادې ولسوالۍ ځمكني او هوايي بريدونه وكړل، په پايله كې دوی وتوانېدل چې دغه ولسوالي دوسله والو مخالفينو له ولكې وباسي.

هاتفي وايي چې دوی په دغوعملياتوكې يو لړ وسلې او مهمات هم تر ګوتو كړي دي.

وسله والومخالفينو لا تر دامهاله د وانت وایګل ولسوالۍ د نيولوپه اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

وانت وايګل شاوخوا څلورمياشتې وړاندې د وسله والو مخالفينو له لورې نيول شوې وه چې تر دا مهاله د هغو تر كنترول لاندې وه.

تر دغې پېښې درې ورځې وړاندې افغان پوځ دا ادعاهم كړې وه چې د برګيټال پر ولسوالۍ يې د پيل شويو عملياتو په ترڅ كې شپېته تنه وسله وال مخالفين وژلي وو.

XS
SM
MD
LG