د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د نوروز دودیز لمانځل


د نوي کال د لمانځلو په لړ کې تر ټولو لویه غونډه د مزارشریف په ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې جوړه شوې وه.
د نوي کال د لمانځلو په لړ کې تر ټولو لویه غونډه د مزارشریف په ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې جوړه شوې وه.

نن د ۱۳۹۴ کال لومړۍ ورځ د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې ورکې په زرګونو کسانو برخه اخیستې وه ولمانځل شوه.

د نوي کال د لمانځلو په لړ کې تر ټولو لویه غونډه د بلخ ولایت مرکز د مزارشریف په ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې جوړه شوې وه.

د جنډې پورته کولو په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د بلخ ولایت سرپرت عطا محمد نور او په مزارشریف ښار کې میشتو بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون زرګونو کسانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته جنرال عبدالرشید دوستم د وینا پر مهال وویل د ملي یووالي حکومت چارواکي د طالبانو له مشرانو سره په خبرو اترو بوخت دي او د مذاکراتو له رسمي پيلیدو سره سم به د دغو مذاکراتو جزئیات له خلکو سره شریک شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال وویل "ګرانو هیوادوالو، ټولو ته د سولې خبرې ګونګې دي، د سولې خبرې اترې څه شوې؟ چیرته ورسیدې؟ د دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پټې دي؟ زه د ولسمشر د لومړي مرسیتال په صفت تاسې ته وایم چې د سولې خبرې پټې نه دي، د سولې د خبرو پر بهیر کار روان دی، خبرې اترې پیلیږي، خبرې چې شروع شوې تاسې به ګام په ګام او شیبه په شیبه د خبرو له جزئیاتو نه خبر شئ."

جنرال عبدالرشید دوستم د سولې د خبرو پایلو ته هیله مندي وښوده او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم وویل، چې ټاکل سبا د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

دغه راز، د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وویل چې د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې باید د سولې د خبرو اترو قرباني نشي.

عطا محمد نور د سولې د خبرو بریا د نوي حکومت تر ټولو لوی سیاسي مسؤلیت وباله او و یې ویل، هیله مند دی چې دا بهیر په شفافه توګه پرمخ بوتلل شي.

هغه وویل "دا بهیر باید پر اساسي قانون، د دیموکراسۍ پر نظام، بشري حقونو، د ښځو حقونه، د بیان پر خپلواکیو او مدني خپلواکیو سیوری ونغړوي او بیه یې زموږ د خلکو په اوږو دروندوالی وکړي."

په همدې توګه د بلخ سرپرست د ټاکنو په نظام کې د اصلاحاتو پر راوستلو هم ټینګار وکړ او و یې ویل چې د ملي یو والي د حکومت د توافق له مخې دې ژر تر ژره د ټاکنو په نظام کې اصلاحات راوستل شي.

XS
SM
MD
LG