د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د فقید مشر زوی قدرت واخیست


د شمالي کوریا د فقید مشر زوی قدرت واخیست

د شمالي کوریا د فقید مشر زوی قدرت واخیست

په شمالي کورېا کې ددغه هېواد دنوي مشر کم جانگ اون د حکومت نوې دوره اعلان شوه او د پخواني مشر کم جانگ اېل کشر زوی د خپل پلار پر ځاې د کورېا د انقلابي جانشېن په توگه ومنل شو.

د شمالي کورېا رسمي ورځپانې Rodong Sinmun نن په خپله ېوه سرمقاله کې اعلان وکړ چې کم جانگ اون هم باید د خپل پلار په شان په خپل ځان باندې د اتکا کولو او پوځي انقلابي ځواک خوندي ساتلو په لاره باندې عمل وکړي.

په سرمقاله کې د شمالي کورېا په ولس باندې غږ شوی چې د نوي ځوان مشر تر شا دي اودرېږي او په پوره وفادارۍ باېد دهغه مشري ومني.

په عېن وخت کې په زرگونو خلک لگېا دي، د شمالي کورېا د پخواني مشر په مړېنه باندې غمرازي او خپگان ښکاره کوي. کیم جانگ اېل پوره 17 کاله ددغه هېواد مشر ؤ.

خو د جنوبي کورېا د مشرانو په شمول د نړۍ د ځېنوملکونو مشران د شمالي کورېا روانه وضع په ډېر دقت څاري ځکه چې شمالي کورېا اټمي وسلې لري او هم ېو ډېر غټ پوځ لري چې گاونډېان ځیني ډارېږي. دا وېره هم موجود ده چې شاېد د ېوه ځوان او بې تجربې مشر د قدرت په دوران کې په دغه هېواد کې دقدرت پر سره داخلي گډوډي رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG