د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا خلګو د جنوبي کوریا پرضد مظاهره وکړه


د شمالي کوریا په لس ګونو زره خلګ نن د جمعې په ورځ د پیونګ یانګ په مرکزي څلور لاره کې راغونډ شول او د جنوبی کوریا د حکومت پر ضد یې مظاهره وکړه. جنوبي کوریا د شمالي کوریا د تیرې اونۍ د ناکامې راکټي ازموینې په خاطر په دغه هیواد باندي سختې نیوکې وکړې.

د شمالي کوریا د حکومتي تلوېزون خپاره شوي انځورونه ښيي چې په پراخه اندازه ملکیانو او پوځیانو د جنوبي کوریا د ولسمشر لي میون بګ پر ضد شعارونه ورکول او د هغه یو لوي تصویر د مظاهره کونکو په منځ کې وه چې په کښي هغه انځور شوی و چې مرۍ یې غوڅه کېږي.

شمالي کوریا خبرداری ورکړی دی چې که چیري د جنوبي کوریا د ولسمشر لي حکومت د خپلو څرګندونو په خاطر بخښنه ونه غواړي نو پر ضد به یې مقدسه جګړه پیل کړي. جنوبي کوریا تیره اونۍ ویلي و چې شمالي کوریا په میلیونو ډالره د دې پرځای چې پر خپلو خلګو ولګوي چې د لوږې سره مخامخ دي، پر وسلو یې لګوي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د شمالی کوریا حکومتي خبري آژانس د پیونګ یانګ د چارواکو نه نقل قول وکړ چې دوي به سټلایټ ته د راکټ د استولو دپار یوه په بله پسي آزموینه وکړي او د تیرې اونۍ د ناکامې آزموینه له کبله به نړیوالې غندنې د پامه وغورځوي.

XS
SM
MD
LG