د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د شمالي کوریا د توغندي ازمويل وغندل 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یوه بیان کې پینګ یانګ وغانده چې "په ښکاره یې د ملګروملتونو د امنیت د شورا د فیصلې خلاف کار کړی دی."

د امریکا د ملي امنیت مشاوره، سوسن رایس وویل "شمالي کوریا لخوا د بیلاستیک د ټکنالوجۍ استعمال [د دغه هیواد] لخوا د سیمې د بې ثباته کولو یو پارونکی عمل دی او د ملګروملتونو د امنیت د شورا د څو فیصلو ښکاره خلاف ورزي ده."

رایس زیاته کړه چې د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام، "زموږ د منافعو لپاره، چې زموږ د ملګرو هیوادونو امنیت هم پکښې راځي، یو جدي ګواښ دی."

د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک ګن یې د شمالي کوریا لخوا د راکټ توغول د "نه زغم پارونکی عمل" ګنلی دی.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر ویلي دي چې "د شمالي کوریا دغه عمل د نه منلو دی او زه فکر کوم چې موږ باید د امنیت د شورا او دوه اړخیزه بندیزونو له طریقه په شمالي کوریا فشار ډیر کړو."

د جاپان صدراعظم، د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر او د فرانسې حکومت، روسیې او د ملګروملتونو عمومي منشي هم د شمالي کوریا دغه عمل غندلی دی.

چین ویلي دي چې د شمالي کوریا د دغه عمل د تاسف وړ دی.

جنوبي کوریا د شنبي په ورځ خبر ورکړ چې شمالي کوریا د اوږد واټن یو توغندی توغولی دی.

د شمالي کوریا دولتي تلویزون دا تایید کړې ده او ویلي یې دي چې راکټ یوه سپوږمکۍ د مځکې مدار ته انتقال کړی دی. دغه هیواد ویلي دي چې دغه مصنوعي سپوږمکۍ به د ځمکې نه نظارت وکړي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا به نن غونډه وکړي او د شمالي کوریا د راکټ د توغولو په اړه به خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG