د لاس رسي وړ اتصالات

ینهاپ: شمالي کوریا د دریمې اټمي آزموینې دپاره چمتوالی نیسي


د جنوبي کوریا نیمه رسمي خبري آژانس ینهاپ نن د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې داسي ښکاري چې شمالي کوریا د دریمې اټمي آزموینې دپاره ځان چمتو کوي.

په ریپوټ کې د یوه نامعلومه استخباراتي سرچینې څخه نقل قول شوی دی چې وايي سټلایټي انځورونه ښيي چې د پنګي ري په اټمي مرکز کې کارکونکي یو نوی تونل شکوي. شمالي کوریا په دې سیمې کې دوه ځلي اټمي آزموینې کړي دي چې یوه یې د ۲۰۰۶ کال په اکټوبر کې وکړه او بله یې هم د ۲۰۰۹ کال په مۍ کې وکړه.

یادشوې سرچینې د ینهاپ خبري آژانس ته ویلي دي چې داسي ښکاري چې د تونل د شکولو کار په وروستۍ مرحلې کې وي.

شمالي کوريا د فیبرورۍ په میاشت کې پر دې باندي هوکړه وکړه چې خپلې اټمي آزموینې، د یورانیمو غني کول او د اوږده واټن د توغندیو کارول به د خوراکي موادو د مرستې په بدل کې ودروي. دغه توافق هغه مهال اغیزمن شو کله چې شمالي کوریا د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې په پام کې لري روانه میاشت فضا ته سټلایټ یا مصنوي سپوږمۍ واستوي.

پیونګ یانګ پر دې باندي ټینګار کوي چې دا فضايي پروژه یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره ده خو امریکا، جاپان او جنوبي کوریا بیا وايي چې دا د فضايي پروژې تر نامه لاندي د توغندي آزموینه ده چې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک په مغایرت کې واقع کېږي.

XS
SM
MD
LG