د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو په وړاندې د شمالي کوریا شدید غبرگون


شمالي کوریا، متحده ایالاتو ته د شدید غبرگون په ترڅ کې پرهغه هیواد باندې لگول شوي بندیزونه چې د سوني پکچرز په نوم پر امریکایي شرکت باندی د کمپیوټري برید په تور ولگول شول په کله غندلي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري رسنۍ د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله دا بندیزونه ځپونکي او له دښمنۍ نه ډک بولي او زیاتوي چې دا به یوازې د شمالي کوریا اراده او پریکړه د خپل هیواد د حاکمیت د دفاع دپاره لا قوي کړي. د شمالي کوریا د ملي تلویزیون ویاندې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند پیام داسې بیان کړ،

«د شمالي کوریا د ټکولو دپاره د امریکا متدوامه او بی اساسه پالیسي ددې هیواد په لور عقده پاروي او دا به یوازې زمونږ عزم او پریکړه لا قوي کړي چې د خپل هیواد او بشپړ حاکمیت دفاع وکړو.»

دا بندیزونه د تیرې جمعې په روځ د جمهور رئیس اوباما له خوا د یوه اجرایي فرمان د لاسلیکولو له لارې شمالي کوریا باندې د مجازاتو په موخه وضع شول. سپینه ماڼۍ وایي ددې بندیزونو لگول د شمالي کوریا د مجازاتو دپاره لومړی گام دی. د تلویزیون ویاندې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د خبرو په دوام د امریکا په وړاندې د شمالي کوریا ځواب داسې په ډاگه کړ،

«دوامدار او یو اړخیز اقدام چې د سپینی ماڼۍ له خوا پر شمالی کوریا باندی د بندیزونو په لگولو تر سره شوي، په واضحه توگه دا په اثبات رسوي چې امریکا د شمالي کوریا په وړاندې، له پخوا څخه د خصمانه اقداماتو نه لاس نه اخلي.»

د اجرایي فرمان له لاری درۍ ادارې او لس اشخاص نشي کولای د امریکا اقتصآدی سیستم ته لاسرسي ولري او همدارنگه امریکايي اتباع هم لدې څخه منع شوي چې د شمالی کوریا سره تجارتی معاملی تر سره کړي.

د امریکا حکومت ددې ادارو نومونه هم خپاره کړي چې په هغو کې د شمالي کوریا د پوځ او استخباراتو د تجارت او د ساینسي مطالعاتو څیړنیزې ادارې هم پکې شاملی دی. تر څنگ یې لس هغه اشخاص چې د وسلو د خرڅلاو او خپرولو سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG