د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا بهرنیو خبریالانو ته دڅار اجازه ورکړې


د شمالي کوریا چارواکو پرون د یکشنبې په ورخ د یوه نادر اقدام په ترڅ کې بهرنیو خبریالانو ته اجازه ورکړه چې د هغه راکټ نه لیدنه وکړي چې د امریکا او جنوبي کوریا د نیوکو سره سره شمالي کوریا چمتوالی نیسي چې روانه اونۍ یې فضا ته ولېږي.

خبریالانو وویل چې د یونها ۳ په نامه فضايي راکټ درې سره مرحلې چمتو وې چې دا فضا ته د راکټ د توغولو چمتوالی څرګندوي. دغه راکټ د شمالي کوریا د فونګنګ په ولایت کې د تانګ جینګ ري په فضايي مرکز کې دی.

همداشان خبریالانو ته د یادشوي فضايی راکټ د سوق او ادارې مرکز هم وروښودل شوی چې په کښي تخنیکي کارکونکو پر کمپیوټرو باندي کار کوی.

پیونګ یانګ په پام کې لري چې دغه فضايي راکټ د اپریل د ۱۲ او ۱۶ ترمنځ فضا ته ولېږي او پر دې باندي ټینګار کوي چې موخه یې یواځي د هوا د حالاتو معلومول دي خو امریکا او جنوبي کوریا بیا وايي چې شمالي کوریا په دې بهانه غواړي چې بالیستیکي توغندۍ و آزمويي.

شمالي کوريا د فیبرورۍ په میاشت کې پر دې باندي هوکړه وکړه چې خپلې اټمي آزموینې، د یورانیمو غني کول او د اوږده واټن د توغندیو کارول به د خوراکي موادو د مرستې په بدل کې ودروي. دغه توافق هغه مهال اغیزمن شو کله چې شمالي کوریا د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې په پام کې لري روانه میاشت فضا ته راکټ واستوي.

XS
SM
MD
LG