د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا یو بل بالیستکي توغندی وار کړیدی


شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ ( د مۍ په یویشتمه ) د یو بل بالیستکي توغندي ازمایښت کړی. دا په دی یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې جنوبي کوریا بالیستکي توغندي امتحانوي.

جنوبي کوریا ویلي چې د شمالي کوریا دغه عمل به د نوي حکومت سره د سولې راپیدا شوې هیلي ختمې کړې.

د جنوبي کوریا یوه پوځي چارواکي وویل داسې ښکاري دغه توغندی زیات عصري او زیات سرعت لري.

په شمالي کوریا باندې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو چې پکې د دغه هیواد ملگری چین هم شامل دی، فشار اچوي چې د اتومي وسلو جوړول دی بند کړي خو شمالي کوریا د خپل اتومي وسلو د پروگرام د بندولو غوښتنه رد کړیده.

شمالي کوریا کوښښ کوي چې داسي توغندي جوړ کړي چې امریکا پرې وولي. د یکشنې په ورځ شمالي کوریا وویل چې هغوي داسي توغندی جوړ کړیدي چې امریکا ویشتې شي. د توغندیو غربي کارپوهان وایي چې دغه ادعاگانې درواغ دي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا به سبا له (د سه شنبې په ورځ) د بندو دروازو شاته د شمالي کوریا په نوې ازموینې خبرې وکړي. دپلوماتان وایي چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا، جاپان او جنوبی کوریا په غوښتنه دغه عاجله غونډه رابللي ده.

د امریکا یو لوړ پوړی چارواکی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره سعودي ته سفر کوي، وویل چې سپینه ماڼۍ د شمالي کوریا د ورستۍ ازموینې نه خبر ده او دغه توغندي د نورو هغه توغندیو په مقابل کې لنډ واټنه دی چې تیره اونۍ یي کړیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلر سن وایي چې په شمالي کوریا به اقتصادي او دپلوماتیک فشار ته دوام ورکړي.

ټیلرسن د فاکس ټلویژون ته په مرکې کې وویل "دی روانو ازموینو مونږه ناامیده کړي یو او مونږ غواړو چې دوي دغه بندې کړي."

په یوه اونۍ کې د پیونگ یانگ د توغندیو دوه ازموینو د جنوبي کوریا نوي ولسمشر مون جین ته دغه مسئله لا نوره پیچلې کړیده. مون جین کوښښ کوي چې د دواړو گاونډیو تر منځ اړیکې سمې شي.

د جنوبی کوریا د بهرنیو چارو وزارت د ازموینو په هکله وویل چې دغه ډیر غیر مسئولانه او خطرناک عمل دی او دا د جنوبی کوریا او د نورې نړۍ هغه امیدونه ختموي چې غواړي د دواړو کوریاگانو ترمنځ سوله ټینگه شي.

XS
SM
MD
LG