د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان وايي چې د شمالي کوریا پرضد د امریکا نظامي مانورې ګټورې نه دي


ځیني کارپوهان په دې آند دي چې د کوریا په ټاپو کې د امریکا وروستي نظامي مانورې به کوریا و نه هیروي بلکې دغه هېواد به لازیات راوپاروي. د تیرو څو اونیوو په ترڅ کې د جنوبي کوریا سره په ګډو نظامي تمریناتو کې د امریکا متحده ایالاتو د خپلو پرمختللو جنګي اولوتکو نه استفاده وکړه. دغه راز امریکا په سیمه کې خپلو اټمي دفاعي سیستمونو ته هم وسعت ورکړی دی. همدراز امریکا د میزایل دفاعي سیستمونه هم د جنوبي کوریا سواحلو ته انتقال کړي دي.

واشنګټن وايي چې اقدمات یې دفاعي بڼه لري او غواړي چې شمالي کوریا ته واضیح پیغام ورکړي چې که چیري شمالي کوریا د خپلو ګواښونو پر اساس د امریکا، جنوبي کوریا او په سیمه کې د امریکا د نورو ملګرو هیوادونو پر ضد کوم خصمانه اقدام وکړي، نو امریکا به قاطع ځواب ورکړي.

خو ځیني کارپوهان بیا وايي چې د امریکا پوځي مانورې او نظامي ځواک ښوونه به د شمالي کوریا هغې پخوانۍ مفکورې ته لا زیات قوت وروبخښي چې وايي واشنګټن غواړي پر شمالي کوریا باندي برید وکړي.

د هالنډ د پوهنتون د کوریا د چارو پروفیسور ریموکو بروکر داسي وايي: ،،که چیري اوس مهال د امریکا پالیسۍ ته وکتل شي نو داسي معلومېږي چې د شمالي کوریا پرضد یې ګواښونه په بشپړه توګه نظامي بڼه لري.،،

ښاغلیْ بروکر وايي چې مزاکرات او ډیپلوماسي د شمالي کوریا د ستونزې سره د معاملې تر ټولو غوره او موثره لاره ده. نوموړي د امریکا د ولسمشر جیمي کارتر او د شمالي کوریا د مشر کمیم ایل سنګ ترمنځ د ۱۹۹۴ کال تړون ته اشاره وکړه چې په لړ کې یې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د جګړې مخنیوی وشو او پیونګ یانګ دا ومنله چې خپل ټول اټمي فعالیتونه به ودروي.

کارپوهان په داسي حال کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د لفظي شخړې د تشدد خبرداری ورکوي چې د شمالي کوریا په پلازمېنې پیونګ یانګ کې د روسیې د سفارت یوه چارواکی ویلي دي چې پیونګ وړاندیز کړی دی چې د کوریا په ټاپو کې دي د وضعې د نارامۍ له امله خپل د سفارت کارکونکي ددغه هیواد څخه وباسي.

د روسیې د سفارت چارواکي ډینیس سمسونوف د جمعې په ورځ وویل چې روسیه د شمالي کوریا پر توصیې باندي غور کوي او د سمدستي وتلو پلان نلري ځکه په پیونګ یاګ کې لا وضیعت آرامه دی.


ښاغلي سمسنوف وویل چې په پیونګ یانګ کې نورو سفارتخانو ته هم ورته توصیې شوي دي.

په دې ورستیوو اونیوو کې شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا پر ضد یو لړ ګواښونه کړي دي چې په کښي پر امریکا باندي د اټمي برید ګواښ هم شامل دی.
XS
SM
MD
LG