د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د واشنګټن سره د خبرو دپاره شرایط وړاندي کړي


شمالي کوریا د واشنګټن سره د هر ډول خبرو د پیلیدو مخکي د ملګرو ملتونو د بندیزونو او د آمریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریتانو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

دغه شرایط د پنجشنبې په ورځ ددغه هیواد د ستر ملي دفاعي کمیسون له خوا وضع شول او ددغه هیواد د رسمي خبري آژانس له خوا خپاره شول.

دغه شرایط به ښايي د امریکا له خوا رد سي ځکه امریکا غواړي چې شمالي کوریا دي د هر ډول مزاکراتو د پیلیدو مخکي خپل اټمي پروګرام وړنګ کړي.

خو د شمالي کوریا له خوا د دغه ډول بیانیې د خپریدو نه داسي ښکاري چې ښايي دغه هیواد د آمریکا او جنوبي کوریا پر ضد د ګواښونو وروسته چې څو اونۍ یې دوام وکړ، بالاخره خبرو ته چمتو شوی وي.

خو د جنوبي کوریا د باندنیو چارو د وزارت ویاند چو تای ینګ د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا وضع شوي شرایط رد کړل او دغه شرایط یې بې ځایه وګڼل. ،،مونږ بیا هم د شمالي څخه غواړو چې ددغه راز غوښتنو څخه دي چې پوهیدل یې ستونزمن دي، ډډه وکړي. مونږ بیا هم د پخوا په شان پر دوي باندي غږ کوو چې یوه عاقلانه لاره دي غوره کړي. ،،

پیونګ یانګ ځکه په غوصه دی چې د روان کال د فیبرورۍ د میاشتې او د تیرکال د ډیسمبر د میاشتې د اوږده واټن د توغندیوو د آزموینې وروسته ملګرر ملتونو پرې سخت بندیزونه وضع کړل. د شمالي کوریا د دفاعي چارو کمیسون په یوه بیانیه کې چې وروسته د دغه هیواد د حکومتي تلویزون له خوا خپره شوه، دغه بندیزونه بې اساس او بې بنیاده وګنل. ،،دوي باید د ملګرو ملتونو له خوا د وضع شویو بندیزونو په برخه کې تجدید نظر وکړي او دا دي په پام کې ونیسي چې د دې کار په کولو سره به دوي د شمالي کوریا په مقابل کې د ښه نیت څرګندونه وکړي. ،،

په بیانیې کې دغه راز د امریکا او جنوبي کوریا پر ګډو نظامي تطبیقاتو باندي هم نیوکه شوې ده او دغو تطبیقاتو ته پر شمالي کوریا باندي د برید په سترګه کتل شوي دي خو واشنګټن بیا وايي چې دغه اقدامات یې دفاعي بڼه لري.
XS
SM
MD
LG