د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا له امریکا سره د خبرو وړاندیز کړی


شمالي کوریا د امریکا سره ددغه هیواد د اټمي پروګرام او امنیتي چارو په تړاو د لوړې سطحې د خبرو وړاندیز کړی دی. شمالي کوریا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه نه کوي چې د جنوبي کوریا سره یې پلان شوي خبرې بیرته فسخه شوې.

د شمالي کوریا د ملي دفاع کمیسون په یوې بیانیې کې چې نن د یکشبنې په ورځ ددغه هېواد د حکومتي خبري آژانس، تلویزون او راډیو له خواه خپره شوه، ویلي چې واشنګټن کولای شي چې ددغو خبرو ځای او نېټه وټاکي خو د خبرو دپاره باید مخکي له مخکي شرایط کښېنښودل شي.

په وړاندیز کې راغلي دي چې د خبرو هدف دا دی چې د کوریا په ټاپو کې اندېښنې رفع شي او په سیمه کې سوله او ثابت تامین شي.

پیونګ یانګ ویلي دي چې تر هغه وخت پوري به اټمي قدرت پاته سي، تر څو پوري چې ټول ورته متوجې بهرني اټمي ګواښونه له مینځه نه وي تللي او د امریکا څخه یې غوښتي دي چې ددغه هیواد پر ضد دي ټول لګېدلي بندیزونه لیري کړي.
XS
SM
MD
LG