د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا بندیزونه او د شمالي کوریا ګواښونه


په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د شمالي کوریا پر خلاف د یو لړ سختو بندیزونو په لګولو باندې غور کوي، شمالي کوریا پر امریکا باندې د وار ړومبي اټمي گوزار گواښ وکړ.

د امنیت شورا غواړي چې څه موده مخکي د شمالي کوریا له خوا د یوې اټمي ازموینی په ځواب کې نوي بندیزونه پردغه هېواد ولګوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا به د تیري کوونکو په مرکزي قرارګاوو باندي د وار ړومبۍ حملې لپاره د خپل حق نه استفاده وکړي. په اعلامیه کې راغلي چې دا کار له دې امله ضروري دی چې متحده ایالات کوښښ کوي چې د کوریا په ټاپو وزمې کې اټمي جنگ شروع کړي.

که څه هم چې شمالي کوریا د خپل اټمي پروگرام په برخه کې کې یو لړ پرمختګونه کړي دي، خو ګومان نه کېږي چې د یوه اوږده واټن توغندی په وسیله دې د اټمي وسلو د انتقالولو او د خپل هدف په نښه کولو توان ولري.

هرکله چې د کوریا په ټاپو وزمه کې کومه نوې لانجه او تشنج راپورته کېږي، نو دشمالي کوریا مشران تل همدغه شان مطبوعاتي بیانیې جاري کوي او د حملو ګواښونه کوي.

د شمالي کوریا دبهرنیو چارو د وزارت دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې د امریکا حکومت دشمالي کوریا پر خلاف د یو لړ سختو بندیزونو د لګولو په خاطر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یوه مسوده وړاندې کړله. که دا نوي بندېزونه نافذ شي، نو دا به تر ټول کلک بندیزونه وي چې د دغه هېواد پر ضد تر اوسه پوري نافذ شوي دي.

له بلې خوا د شمالي کوریا د ګواښونو په ځواب کې دجنوبي کوریا حکومت اعلان وکړ چې که شمالي کوریا هر ډول حمله وکړله ، د جنوبي کوریا پوځ به یې سمدستي په سختۍ سره ځواب ورکړي.

د جنوبي کوریا د دفاع د وزارت یوه ویاند کم مینگ سیوک داسي وویل: ، دشمالي کوریا پوځ همدا اوس هوایي، ځمکني او سمندري تمرینات سر ته رسوي نو وضع د ډیر نژدې نه څارو او خپله پوځي امادګي مو هم زیاته کړې ده، ځکه مونږ په دې خیال یوو چې کیدای شي ددغو پوځي تمریناتو له امله شمالي کوریا پر جنوبي کوریا حمله وکړي،،.

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که امریکا او جنوبي کوریا خپل گډ سمندري، ځمکنی او هوایې تمرینات شروع کړي نو هغه نظامي متارکه به پای ته ورسوي چې د ١٩٥٣ میلادي کال یعنې په ١٣٣٢ هجري شمسي کال کې د کوریا دجنگ په پای کې یې دامریکا سره لاس لیک کړې وه.

چېن چې دشمالي کوریا ګاونډی هېواد او تر ټولو غټ تجارتي ملګری دی، موافقه یې کړې چې د شمالي کوریا پر خلاف به د نوو بندیزونو ملاتړ وکړي.
XS
SM
MD
LG