د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا پر امریکا د انټرنیتي برید تور لګولی


وروسته له هغه نه چې په روانه اونۍ کې د شمالي کوریا په حکومتي ویب پاڼو کې ستونزې پیدا سوې او برېښنا یې بنده سوه، شمالي کوریا پر آمریکا باندي تور لګولی دی چې د دغه هیواد پر کمپیوټري نظام یې انټرنیټي برید کړی دی.


د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د جمعې په ورځ پر امریکا او متحدینو باندي تور ولګوی چې د څو ورځو په ترڅ کې یې په متمرکزه او پرله پسې توګه د وایرسونو په ذریعه ددغه هېواد پر کمپیوټري نظام باندي بریدونه کړي دي.

د انټرنیټ کارونکي وايي چې د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس په ګډون نورې حکومتي ویب پاې نه پرانیستل کېږي. امریکا تر اوسه پوري د شمالي کوریا دغو تورونو په هکله خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.



شمالي کوریا د نوموړو تورونو په لړ کې جزیات نه دي ورکړي خو ددغه هېواد پر کمپیوټري نظام باندي یې برید د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ د کمپیوټري سیستمونو د ګډو تطبیقاتو سره چې روانه اونۍ پیل شوي ارتباط ورکړی دی.


تیره اونۍ شمالي کوریا خبرداری ورکړی و چې که چیري امریکا او جنوبي کوریا خپل ټاکل شوي ګډ نظامي تمرینات چې د دوشنبې په ورځ په عادي ډول پیل شول، پيل کړي نو پر امریکا به په اټمي برید کې واری دمخه کړي.
XS
SM
MD
LG