د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا او جنوبي کوریا خپلې ټولې مخابراتي اړیکې بندي کړي دي


په داسې حال کې چې د شمالي او جنوبي کوریاګانو ترمنځ تشنج زیات شوی دی او شمالي کوریا د جنوبي کوريا سره خپلې ټولې مخابراتي اړیکې او تماسونه قطع کړي دي، د دواړوهېوادونو ترمنځ د خلکو د تگ راتگ لاره اوس هم خلاصه ده او تړل شوې نه ده.

شمالي کوریا د جنوبي کوریا د پوځ سره د عاجلو ارتباطاتو مخصوص ټلیفون او مخابره قطع کړله او دا دلیل یې وړاندي کړی چې امکان لري په هره شیبه کې جګړه ونښلي نو ځکه ددغه مخصوص تلیفون فعالیت ته ضرورت نه لیدل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د جنوبي کوریا کارګران اوس هم په یوه صنعتي پارک کې د کار کولو په خاطر شمالي کوریا ته وراوړي . د جنوبي کوریا او شمالي کوریا ترمنځ د تازه شخړې او لانجې با وجود په صنعتی پارک کی کاروبار په عادی توگه روان دی.

د جنوبي کوریا د لاریوو یو ډرایور پارک چول هره ورځ په شمالي کوریا کې نوموړي صنعتي پارک ته سفر کوي.هغه امرېکا غږ ته داسي وویل: ،، زه لږ څه وارخطا او نارامه یم خو په مجموع کې نن او پرون په لاره کې هر څه عادی ښکاریدل.،،

کله چې امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کورېا سرحد سره نژدې د گډو سمندري او هوایې تمریناتو داجرا کولو اعلان وکړ نو شمالي کورېا هم په ځواب کی پوځي تمرېنات پیل کړل او وايې چې دامرېکاېې ځواکونو د احتمالي حملی د دفع کولو په خاطر یې خپل ځان دجنگ لپاره چمتو کړی دی.

په عین وخت کې د امریکا بي ۲ ډوله بمبارد کونکو الوتکو چې اتومی وسلې هم انتقالوی شي، یو ځلي بیا یې د خپل زور او قوت د ښکاره کولو په خاطر د پنجشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د هوایي قلمرو له پاسه په لوړه ارتفاع کې پروازونه وکړل. یادشویو الوتکو په امریکا کې د خپلو پوځي اډو نه پرواز کړی دی او د پوره لس زره کیلومټره مسافې وهلو وروسته د کوریا ټاپو وزمې ته ورسېدلې او بیرته په امریکا کې په خپلو اډو کې کښته شوې.

امریکا وایي غواړي چې د بي ۲ ډوله بمبارد کونکو الوتکو د پروازونو په وسیله دشمالي کوریا مشران قانع کړی چې امریکا کولی شی چې دجنوبي کوریا دفاع وکړي. امریکا او جنوبي کورېا د کوریا د جګړې د پای ته رسېدلو وروسته تراوسه پوري نژدی ملگری دي. دا الوتکې د ډېرې لوړې ارتفاع نه خپل هدفونه تباه کولی شي.
XS
SM
MD
LG