د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا دواړو ویلي چې د شمالي کوریا د ګواښ په مقابل کې آماده ګي لري


امریکا او جنوبي کوریا دواړو ویلي چې د شمالي کوریا د ګواښ په مقابل کې آماده ګي لري


د شمالي کوریا له خوا د میزایل د آزموینې وروسته د امریکا او جنوبي کوریا قواووې اوس د آماده باش په حال کې دي. دا په داسي حال کې ده چې شمالي کوریا اوس هم د واشنګټن او جنوبي کوریا پر ضد خپلو ګواښونو ته ادامه ورکوي.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ وویل چې نا مشخصې کوردینې یې هغو قوي برید کونکو وسیلو ته ورکړي دي چې د دښمن مورچلونه لو لپه کولای شي. شمالي کوریا په دې هکله نور جزیات ورنکړل.

دغه بیانیه چې په اصل کې په راتلونکي کي د نوي میزایل و آزموینه ته اشاره کوي، د شمالي کوریا د یوې غیر نظامي ادارې له خوا خپره شوه چې د جنوبي کوریا سره د اړیکو مسولیت لري.

د امریکا او جنوبي کوریا ځواکونو د مخه لا خپلې قواووې آماده کړي دي. د امریکا ددفاع وزیر چیک هېګل د شمالي کوریا د پارونو پر ضد جدي خبرداری ورکړ. ،،شمالي کوریا د پارونکې لهجې په کارولو سره د خطر د لاین په شاوخوا کې په اصطلاح مزل کوي. د دوي اعمالو او ویناو د یوه خطرناکه وضیعت په آرامولو کې هیڅ مرسته نه ده کړې.،،

ویل کېږي چې شمالي کوریا د مینځني واټن څو توغندي خپلو ختيځو سواحلي سیمه ته انتقال کړي دي چې آزموینې وکړي او دا وښيي چې دغه هیواد په سیمه کې امریکايي اهداف په نښه کولای شي.

چارواکي په دې باور دي چې ددغو میزایلونو په جمع کې موسودان توغندي هم شامله ده چې تر اوسه پوري آزمویل شوې نه ده خو په اوږدن واټن کې هدف په نښه کولای شي او د دې وړتیا لري چې امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په نښه کړي.

خو د جنوبي کوریا د دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې د شمالي کوریا د هر ډول برید په مقابل کې چمتوالی لري.

د جنوبي کوریا ددفاع د وزارت یوه ویاند کیم مین سیوک وویل چې د جنوبي کوریا پوځ د هر ډول راکټي برید د دفع کولو وړتیا او چمتوالی لري.،،زمونږ پوځ ادېښمن دی چې د شمالي کوریا له خوا دمیزایلو برید کولای شي چې زمونږ خاوره او خلګ د خطر سره مخامخ کړي. په همدې خاطر مونږ بشپړه آماده ګي نیولې ده. دغه راز مونږ د دې وړتیا هم لرو چې دا معلومه کړو چې د شمالي کوریا د برید په صورت کې، کومه سیمه په نښه کېږي او میزایل چیري موښلي.،،

ښاغلي کیم وویل چې سیول فکر کوي چې که چیري کوم برید هم وشي نو یا به د دوشنبې په ورځ یا د هغه نه به مخکي کېږي ځکه دوشنبې د شمالي کوریا د موسس کیم سنګ د زوکړې ورځ ده چې ددغه هیواد په جنترۍ کې خورا زیات اهمیت لري.

خو د جنوبي کوریا ددفاع وزارت د جاپان د کیوډو د خبري آژانس پر هغه ريپوټ باندي د تبصرې نه ډډه وکړه چې په کښي د جاپان د دفاع د وزارت د یوه چارواکي څخه نقل قول شوی دی او هغه ویلي چې شمالي کوریا خپل د میزایل موقعیت ته تغییر ورکړی دی او د برید حالت ته یې آماده کړی دی.

په عین حال کې جنوبي کوریا بیا وايي چې د شمالي کوریا سره مزاکرات کولای شي چې په وضعې کې آرامي رامنځ ته کړي. د جنوبي کوریا د یوځای کیدو د چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ پر پیونګ یانګ باندي غږ وکړ چې د یوه ګډ صنعتي پارک په هکله دي ورسره خبری وکړي چې د دواړو هیوادونو کارګرانو په کښي کار کوی او په دې ورستیو کې وتړل شو.
XS
SM
MD
LG