د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په شمال کې ځنګلونه وهل کیږي


د افغانستان په شمال کې ځنګلونه وهل کیږي
د افغانستان په شمال کې ځنګلونه وهل کیږي

تر اوسه پورې د تخار د ماورا او کوکچې ولسوالۍ ډیر ځنګلونه وهل شوي دي، چې د سیمې د اوسیدونکو په وینا د دولت لخوا یې مخه نه نیول کیږي.

د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ یو اوسیدونکی ارباب غفار وايي چې ددوی په سیمه کې د امو د سیند په غاړه لوی ځنګل دی، چې په وینا یې د سیمې یو شمیر خلک یې په بیدریغه ډول وهي.

هغه وايي چې تر اوسه دولت ددغه ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره هیڅ هم نه دي کړي.

"ځنګلونه ټول عامو خلکو ووهل، زورور خلک یې د خرڅلاو لپاره وهي او نور خلک یې د سوخت لپاره وهي".

د خواجه بهاوالدین یو بل اوسیدونکی محمد ظاهر هم د ځنګلونو د وهلو خبره کوي خو وايي چې دولت د غریبو او بې چاروو مخه نیسي خو زورورو ته هیڅ هم نه وايي: "ځنګلونه له نیمايي زیات وهل شوي، زورور خلک یې وهي او راوړي یې، خو که کوم غریب سړی یې ووهي بیا نیسي او بندي کوي یې"

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي هم د ماورا کوکچه ولسوالیو کې د ځنګلونو وهل تاییدوي، خو وايي چې دوی کوښښ کوي چې مخه یې ونیسي.

هغه وايي: "په ځینو ځایونو کې ځنګلونه وهل کیږي، موږ محلي چارواکو ته خبر ورکړی چې د ځنګله د وهلو مخه ونیسي، ځکه دا یو غیر قانوني عمل دی، که څوک یې مرتکب شي موږ يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوو"

د تخار والي عبدالجبار تقوا چې په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یې د درقد، ینګي کلا او خواجه بهاوالدین قومي مشرانو، سپین ږیرو او سیمیزو چارواکو ته خبرې کولې له خلکو وغوښتل چې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي، هغه وویل چې د ځنګلونو له منځه تلل ددوی په چاپیریال بدې اغیزې کوي.

"هغه ورځ راته چا د خواجه بهاوالدین څخه په تلیفون کې وویل چې ځنګلونه په ډیر ظالمانه ډول وهل کیږي، ما د خواجه بهاوالدین د امنیې قوماندان ته تلیفون وکړ، هغه راته د ځنګل د وهل کیدو د مخنیوي اطمنان راکړ"

والي په خلکو غږ وکړ چې باید د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي: "زما تاکید دادی چې تاسې قومي، محلي او انکشافي شوراګانې په دې ډیر کار وکړۍ چې ځنګلونه مو ونه وهل شي، تر څو یو سالم چاپیریال ولرۍ"

د یادونې وړ ده چې تخار ولایت شپږ سوه پنځوس زره هیکتاره ځنګلونه درلودل، چې د تخار د زراعت د ریس معین الدین عیني په وینا ۸۰ فیصده یې د جګړو په کلونو کې او له هغې وروسته وهل شوي او یوازې ۱۰۰ زره هیکتاره یې پاتي دي، چې د نوموړي په وینا که مخه یې ونه نیول شي د له منځه تللو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG