د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا خارجه وزیر روسیې ته د شخړو د حل لپاره تللی دی


د شمالي کوریا خارجه وزیر روسیې ته د شخړو د حل لپاره تللی دی

د شمالي کوریا خارجه وزیر روسیې ته د شخړو د حل لپاره تللی دی

شمالي کوریا وایي چي د هغو هلو ځلو په لړ کي چي غواړي د کوریا په ټاپو وزمه کي جنجالونه او تاوتریخوالی کم کړي، خپل خارجه وزیر یې روسیې ته استولی دی.

د شمالي کوریا مرکزي خبري آژانس ویلي دي چي د بهرنیو چارو وزیر

( پاک وي چون ) ماسکو ته تللی دی. او په دې باب یې نور توضحات نه دي ورکړي.

( پاک وي چون ) د روسیې انټرفاکس خبري آژانس ته پرون د جمعې په ورځ وویل چي پیونګ یانګ فکر کوي چي د ځان د پاره د ذروي دفاعي سیسټم په جوړولو کي پر سمه روان دی، هغه جنوبي کوریا او امریکا په دې وغندل چي د شمالي کوریا سره یې ددښمنۍ او مقابلې دریځ غوره کړی دی.

روسیه یو د هغو شپږو هیوادونو نه ده چي کوشش کوي د شمالي کوریا ذروي پروګرام بند کړي. په دې هیوادونو کي دواړي کوریاگاني، چین، جاپان او امریکا هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG