د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې میشت افغانان د جمعې د خونړیو بریدونو کیسه کوي


ناروې میشت افغانان د جمعې د خونړیو بریدونو کیسه کوي
ناروې میشت افغانان د جمعې د خونړیو بریدونو کیسه کوي

په ناروې کې د جمعې ورځې د بم چاودنو او بیا په یو ټاپو کې د خلکو د وژنو په یاد، غونډې جوړې شوې. بل پلو ددغو پیښو تورن عامل، له بریدونو دمخه، په انټرنیټ کې یوه ټولګه خبرې خپرې کړي او ښکاري چې هغه د مسلمانانو او کډوالو ضد احساسات لري.

د یکشنبې په ماښام، په سلګونو کسان د اوسلو سترې کلیسا مخې ته راټول شول او د تیرې جمعې ورځې د خونړیو پیښو د قربانیانو په یاد یې د ګلو ګېډۍ راوړلې، دعا یې وکړه او شمونه یې بل کړل.

د جمعې د ورځې په خونړیو پیښو کې ٩٣ تنه ووژل شول او له ٩٠ زیات یې ټپیان کړل. په ټپیانو کې یو ۱۹ کلن افغان ځوان هم شامل دی چې حسین کاظمي نومیږي.

حسین کاظمي:"موږ د یوې غونډې تابیا نیوله او زما واری و چې کوټه پاکه کړم. نو زه هلته وم چې د خلکو کریغې مې واورېدې، نجونو هرې خواته منډې وهلې او ژړل یې. زه د سینما وړې کوټې ته ولاړم او د نورو په شان پرځمکه پرېوتم. دوه درې دقیقې وروسته پوه شوم چې زما په پښه کوم څه شوي، بیا ټولو منډه کړه او زه هم جګ شوم او منډې مې شروع کړې."

د پیښې تورن، اندرس بیرینګ بریفیک له برید دمخه، په انترنیت کې ویلي و چې د اروپا اصلي اوسېدونکو، له خپلې خاورې او میراث سره غدر کړی او بیا یې ژمنه کړې چې له هغو به کسات باسي.

په ناروې کې میشته یوه افغانه کډواله، فریده احمدي وایي:

"زه په افغانستان کې زیږېدلې او په افغانستان کې مې د ډیموکراسۍ لپاره مبارزه کړې ده. زما لپاره، دا پېښې د رنځ او وحشت د جهاني کېدو مانا لري. خو سبا به موږ دغه نړېوال رنځ او درد، په نړېوالې سولې او ډیموکراسۍ بدل کړو."

ناروې یو کم نفوسه او امن هېواد ګڼل کیږي او د تېرې جمعې ورځې چاودنو او وژنو، د هغه هېواد خلک هک پک کړي دي.

پرون د اوسلو په سترې کلیسا کې د هغو کسانو په یاد هم د دعا مراسم جوړ شوي و چې د حکومتي ودانیو مخې ته د جمعې د ورځې په چاودنه کې ووژل شول.

په دغو مراسمو کې، د ناروې باچا پنځم هرالد، مېرمن یې ملکه سونجا او د هغه هېواد صدراعظم، جینس ستولتنبرګ هم ګډون درلود.

بل پلو، د ناروې ولیعهد شهزاده هاکون بیا د پیښې ځای ته نژدې، یوې بلې یاد غونډې ته تللی و او بیا یې په روغتون کې د ټپیانو حال وپوښت:

شهزاده هاکون: "وروستیو دوو ورځو موږ ته دا راوښوده چې ناروې د قربانیانو، د هغو د خپلوانو، کورنیو او دوستانو د ملاتړ لپاره، ولاړه ده او طبي کارکوونکو، پولیس، د ژغورنې ډلو او نورو کسانو چې پخپله خوښه یې همکاري وکړه، په دې لاره کې خورا ډېر کار وکړ. نو فکر کوم چې د هغو او د سترو کړنو یادونه یې، هم ضروري ده."

XS
SM
MD
LG