د لاس رسي وړ اتصالات

ناروژۍ سلمانه له مسلمانې سره د تبعیض په وجه جریمه شوه


Norway fines hairdresser for refusing Muslim in hijab
Norway fines hairdresser for refusing Muslim in hijab

سلمانې یوې حجابدارې ښځې ته وویل چې "تاسو غوندي خلک باید بل ځاې ته ولاړ شي" او مسلمانې ښځې شکایت وکړ.

په ناروی کې یوې محکمې یوه سلمانه چې د یوې با حجابه مسلمانې ښځې د ویښتانو له اصلاح کولو یې ډډه کړې وه، د تبعیض کولو په جرم جریمه کړه.

د سترافنجر سیمه ییزې محکمې د دوشنبې په ورځ سلمانه میرت هوډنه د مسلمانې حجاب لرونکې ملکه بیان د ویښتانو د نه اصلاح کولو په وجه شاوخوا ١٢٠٠ ډالره جریمه کړه او همداشان ورته یې امر وکړ چې ٦٠٠ ډالره نور د محکمې لگښت هم ورکړي.

ددغې ۴٧ کلنې سلمانې وکیله الفسن ایدې وایي چې دوی به عالي محکمې ته عرض وکړي.

د محکمې د اسناد له مخې د تیر کال په اکتبر کې اریشگاه ته د تللو پر وخت سلمانې هوډنه، ملکه بیان ته ویلي وو چې "ستا په شان خلک دې بل ځای ته لاړ شي". د میرمن بیان سره یوه ملگرې هم مل وه چې هغې هم حجاب درلود، او میرمن بیان محکمې ته شکایت کړی و.

محکمه وایي میرمن هوډنه " په قصدي توگه د بیان پر وړاندې له تبعیض نه کار اخیستی او هغه یې له سلماني ځکه نه شړلې ده، چې مسلمانه وه".

محکمه دا هم وایي چې دغې سلمانې دمخه هم په څو سازمانونو کې د اسلام ضد څرگندونې کړې وې.

دا په داسې حال کې دي چې د اروپا په زیات شمیر هیوادونو کې د حجاب پر مسله په دې وروستیو کې بحثونه رامنځ ته شوي دي.

په فرانسه کې چې د اروپا د نورو هیوادونو په پرتله په کې زیات شمیر مسلمانان اوسیږي – شاوخوا پنځه میلیونه – په ٢٠١٠ کال کې یې نقاب بند کړ.

د فرانسې حکومت په دې وروستیو کې د بورکیني په نامه د لمبا په یو ځانگړی لباس چې مسلمانې ښځې یې په ساحلونو کې اغوندي بندیزونه ولگول. خو وروسته ددې هیواد سترې محکمې پر بورکیني باندې لګیدلي بندیزونه لغوه کړل.

XS
SM
MD
LG