د لاس رسي وړ اتصالات

د نارویجني کس افراطیت د اسلام سره اړه نلري


د نارویجني کس افراطیت د اسلام سره اړه نلري
د نارویجني کس افراطیت د اسلام سره اړه نلري

نارویجنی اندریس بیهرنګ بریویک چې د ۷۷ کسانو د وژلو مسولیت مني د شویو ادعاګانو له مخې په هغو انلاین ویب پاڼو کې یې لاس درلود او مواد به یې په کښي خپرول چې ملت پاله او د اسلام پر ضد وو. د اروپايي اتحاد د جنايي استخباراتو سازمان ددغه اتحادیې په سکاندنویايي ملکونو کې د غیر اسلامي افراطیت د شتون په باب ځانګړي تحقیقات کوي. د آمریکا غږ خبریال سیلا حینیسي دا څیړي چې د ناروې په پېښه کې انټرنیټ څه نقش لوبولی و.

ریجینلاد پیترس د اسلام ضد یو انټرنیټ فارم چلوي چې نوم یې انګلش دفاعي لیګ دی. هغه وايي چې انټرنیټ د هغه د مفکورو د خپرولو دپاره یوه ښه وسیله ده.

پیټرس داسي وايي: ،،اوس مونږ نشو کولای چې د لیکونو او پوستونو په وسیله د یوه بل سره اړیکې ټینګې کړو. دا یواځنۍ پاتې لاره ده چې د نورو خلګو سره اړیکې ټینګې کړي د هغو خلګو سره چې هم د دوي سره موافق دي او هم مخالف دي.،،

د ډیفینس لیګ انټرنیټي فورم په لارو کوڅو کې د هغه څه پرضد مظاهرې په لاره اچوي چې دوي ورته د بریتانیا اسلامي کیدل وايي.

دغه ډله د هغه وخت راهیسي تر تمرکز لاندي ده کله چې ناوریجني اندریس بیهرینګ برویک ادعا وکړه چې د دې ډلې سره اړیکې لري خو دغه ډله بیا د هغه ادعا ردوي.

برویک دا منلې ده چې په ناروې کې یې د تیرې میاشتې خونړۍ حمله ترسره کړې ده. په دې حملې کې ۷۷ کسه ووژل شول.

مخکي له دې نه چې هغه خپله حمله وکړي، یو ۱۵ ساوه ورکیزه آنلاین لیکنه یې د اسلام پرضد خپره کړه.

په هغه کې یې ویلی دي چې هغه ته د یوه بریتانیوي محافظه کاره ویب لاګ لیکونکي له خوا روزنه ورکړل شوې ده.

خو پال رې چې د ډیفینس لیګ پخوانی غړی دی دا ردوي چې هغه ته یې روزنه ورکړې ده خو وايي چې د بریویک سره یې اړیکې نیولي وې او د هغه مفکورو ښايي پر بریویک باندي اغیزه کړې وي او هغه یې لمسولی وي.

رې داسي وايي: ،،البته چې مشابهتونه شته خو زه به د خپلو افکارو سره د برویک اعمال مقایسه نکړم نه به یې په یوه ترازو کې وتلم. زما به همدغه دریځ وي ځکه چې هغه بې ګناه ماشومان ووژل.،،

رې وايي چې د بریویک حملې غندي خو د اروپايي اتحاد ځیني امنیتي سازمانونه وايي چې محافظه کاره ډلې د انټرنیټ نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې خپل افکار تبادله کړي.

نیګال انکستر د ستراتیژیکو مطالعاتو په نړیوال انسټیټوټ کې د سیاسي خطرونو د څیړنې مسول دی.

هغه د ناورې د پښې د عامل په باب داسي وايي: ،،هیڅ شک نشته چې زیات شمیر فعالیتونه کېږي. زه فکر کوم چې د بریویک د قضیې په برخه کې هغه د یو لړ داسي کسانو سره په ارتباط کې و، چې دهغه سره یې یو شان مفکورې درلودې. که څه هم چې د ډیفینس لیګ په شان ډلو ډیر ژر دا رد کړه چې د هغه سره یې اړیکې درلودې.،،

انکستر وايي چې محافظه کاره ډلې د انټرنیټ نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي چې خپل افکار سره شریک کړي او تر دغه دمه پوري یواځی همدغه ډول د انټرنیټ نه ګټه پورته کېږي بلکې تاوتریخوالی ته په کښي لمن نه وهل کېږي.

په عین حال کې د ناروې پولیس وايي چې داسي ښکاري چې بریویک د تیرې میاشتې حملې په خپله کړي دي.

XS
SM
MD
LG