د لاس رسي وړ اتصالات

نارویجنی افراطي وايي د تیرکال برید یې د ځان ددفاع په خاطر کړی


هغه نارویجني چې د ۷۷ کسانو د وژلو تور یې منلې نن د دوشنبې په ورځ یې په محاکمه کې په ځان باندي د قتل او ترهګرۍ تورونه رد کړي دي او وايي چې ده دا کار د ځان ددفاع په خاطر کړی دی.وروسته له هغه نه چې بهرینګ بریویک نن د دوشنبې په ورځ د محکمې تورنه رد کړل، د اوسلو په ښار کې یې د تیرکال د جولای په ۲۲ نېټه د موټر بم چاودنه او د ځوانانو په کمپ کې د عامه وژنو تورونه ومنل.

بریویک وویل چې زه منم چې دا اعمال ما کړي دي خو دا نه من چې ما دي جرم کړی وي.

هغه وروسته له هغه نه پر هغه باندي لګیدلي تورونه رد کړل چې څارنوال انګا بیجر انګ د یوه ساعت نه په زیاتې موده کې پر هغه باندي ټول لګیدلي تورونه او د هغو کسانوو نومونه هغه ته ولوستل چې نوموړي د جولای په ۲۲ وژلي وو.

هغه ۶۹ کسه په مستقیمو ډزو کې او ۸ کسه د موټر بم په چاودنه کې ووژل.

بریویک وویل چې هغه د ناورې نه د هغه څه په مقابل کې چې هغه ورته څو کلتوره کیدل وايي دفاع وکړه او په دې خاطر یې دا کار وکړ چې په ناروې کې د مسلمانانو نفوذ زیاتیږي.دغه د اسلام ضد افراطي ادعا کوي چې په اوسلو ښار کې یې حکومتي ودانۍ او د ځوانانو کمپ په دې خاطر په نښه کړې دی چې دلیبرالو او یا چيبیانو پرضد اقدمات وکړي چې په ناورې کې مهاجرت ته اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG