د لاس رسي وړ اتصالات

په ناروې کې د افغانستان د سولې په سر خبرې کیږي


نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ناروې په اسلو کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو یوه غونډه جوړه شوې وه.
نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د ناروې په اسلو کې د طالبانو او د افغانستان د مدني ټولنې د استازو یوه غونډه جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د اجرائیه رئیس د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی د افغانستان د سولې په سر په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره اوسلو ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی هم شامل دی.

ښاغلي مستغني وویل "د اوسلو مجمع هرکال جوړیږي او د نړۍ د بیلابیلو سیمو د سولې په مسلو په کې خبرې کیږي، افغانستان هم د دغې غونډې په اجندا کې شامل دی ".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه پلاوی نن ناروې ته تللی دی.

په کابل کې سیمه ایزو رسنیو د راپوټونو له مخې دغې غونډې ته د طالبانو دوه چارواکي هم بلل شوي دي.

پخپله طالبانو تراوسه دا راپورونه تائید کړي نه دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې دغې غوندې ته د دغې شورا کوم استازی نه دی بلل شوی.

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیارامریکا غږ ته وویل چې د اوسلو غونډه یوه غیر رسمي غونډه ده.

ښاغلي قاسمیار وویل "دا د سولې رسمي خبرې نه دي او هم د سولې عالي شورا په دغو خبرو کې برخه نه لري ".

د دغو خبرو وړاندې نږدې دوه اونۍ مخکې هم په ناروې کې د طالبانو د استازو او د افغان پارلمان او مدني ټولنې د یو شمیر استازو یوه غونډه جوړه شوې وه.

طالبانو هم په یو بیان کې په دغه غونډه کې د خپلو استازو ګډون تائید کړې وو.

XS
SM
MD
LG