د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروغه ماشوم پرځای ښونځي ته تلونکی روبات


IV1 نانځکې په څیر شکل لري او په ټولګي کې د غیر حاضر ماشوم په استاځیتوب پر میز ایښودل کیږي
IV1 نانځکې په څیر شکل لري او په ټولګي کې د غیر حاضر ماشوم په استاځیتوب پر میز ایښودل کیږي

د ناروی یو شرکت غواړي د هغو ماشومانو یوازیتوب پایته ورسوي چې په اوږد مهاله ناروغیو اخته دي. دغه ماشومان د یو ربات په درلودلو کولای شي په غیر مستقیمه توګه په ټولګي کې ګډون وکړي.

په سختو ناروغیو اخته ماشومانو ته د ناروغۍ تر څنګ منزوي کیدل او له ملګرو او همصنفیانو لریوالی د هغو پر جسمي او رواني روغتیا بد اغیز لرلی شي.

دا روبات IV1 نومیږي او د اوسلو په ښار کې میشت، "نو آیسولشن" په نامه یو شرکت جوړ کړی او په کمرو، مایکروفون او لوډسپیکرونو سمبال دی، ډیر کلک ماشین لري.

IV1 نانځکې په څیر شکل لري او په ټولګي کې د غیر حاضر ماشوم په استاځیتوب پر میز ایښودل کیږي او ماشوم یې له کوره د ځیرک ټابلیت یا تیلیفون له لارې روښانه کوي او حرکتونه یې اداره کوي. کله چې روبات فعال شي نو هغه څه چې په ټولګي کې پیښږي ماشوم یې له کوره ګوری او اوري، او له دې لارې کولای شي د ټولګي له زدکونکو او ښوونکو سره خبرې وکړي.

په دې اړه نور تفصیل په ریپوټ کې وګورئ!

د ناروغه ماشوم پرځای ښونځي ته تلونکی روبات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

XS
SM
MD
LG