د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: نوښار کې چاودنې ۱۸ تنه ووژل


پاکستان: نوښار کې چاودنې ۱۸ تنه ووژل
پاکستان: نوښار کې چاودنې ۱۸ تنه ووژل

پیښور ته نژدې په نوښار کې د هغه چاودنې وروسته چې اتلس کسان یې ووژل او تر پنځه دیرشو یې زخمیان کړل اوسیدونکو نن دوشنبې د قربانیانو په جنازو کې ګډون کړی و.

دا چاودنه په هغه نانواېي کې شوې چې په یوه پوځي سیمه کې موقیعت لري. د مرګ ژوبلې شمیره د پولیسو ویاند ترک علی شاه تائید کړې ده.

ددې ترڅنګ د نوښار جگپوړي حکومتي چارواکي زکاوالله خان وویل له دې امله چې ځنې زخمیان په ډیر بد وضعیت کې دي نو کیدی شي د مړو شمیر زیات شي.

عیني شاهدانو وویل کله چې چاودنه وشوه نو په نانواېي کې سمدستي اور ولګیدو.

تردی څو ساعته مخکی د پیښور لږ بهر په یو بس تم ځای کې بمی چاودنه شوی وه او شپږ کسان یې وژلي او زخمي کړي وو.

د پاکستان طالبان چې د القاعدې شبکې سره نژدې اړیکې لري دا ډول زیات بریدونه یې ترسره کړي او وايي دوی د اسامه بن لادن د وژنې انتقام اخلي چې د می په دویمه نیټه د امریکايي کماندو لخوا په پاکستان کې دننه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG