د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: سیدالله مشهور په رئیس خدایداد اعدام شو


Migrants wait to be rescued as they drift in the Mediterranean Sea some 20 nautical miles north off the coast of Libya.
Migrants wait to be rescued as they drift in the Mediterranean Sea some 20 nautical miles north off the coast of Libya.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې سیدالله چې د رئیس خدایداد په نوم یې شهرت درلود نن د څرخي پله په زاندن کې اعدام شو.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب الله صدیقي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې رئیس خدایداد نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د څرخي پله په زندان کې اعدام شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست، رئیس خدادیداد په افغانستان کې د سړي تښتونې د بانډونو په ډله کې ترټولو د خطرناکې ډلې د مشر په توګه معرفي کړی دی.

ملي امنیت ریاست د رئیس خدایداد د نیول کیدو پر مهال هغه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو لوی جنایت کار بللی و.

د رئیس خدایداد محاکمه د بندو دروازو تر شا ترسره شوې ده.

خو هغه په بند کې د خپل ځان نه د دفاع لپاره مدافع وکیل ته لاس رسی لره.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې جمهوررئیس محمد اشرف غني څه وخت د رئیس خدایداد د اعدام حکم لاسلیک کړی دی.

دا په تیرو څه باندې پنځو میاشتو کې د جنایتکارو ډلو د مشرانو د اعدام دوهمه جوپه ده چې جمهوررئیس غني یې د اعدام احکام توشیح کوي.

د جمهوررئیس غني د کار په لومړیو ورځو کې هغه پنځه تنه هم اعدام شوي وو چې د اعدام حکم یې د پخواني جمهوررئیس له خوا توشیح شوی وه.

XS
SM
MD
LG